د صوبه سرحد دناقرارې سيمې سوات څخه داوو عسکرو په گډون داتو کسانو دتښتول کيدلو راپورونه په داسې حال کې ورکړل شوي دي چې تندروه طالبانو دصوبه سرحد په بونير سيمه کې هم خپلې مورچې جوړې کړي اؤ په گزمو يې لاس پورې کړى دى.
دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ جمهوررئيس اصف علي زرداري دمخه په ډاگه کړې ده چې په سوات کې دامن تړون په امن پسې مشروط دى.
کۀ په دغه سيمه کې امن ټينگ وي خو دامن تړون به پځايې وي گنې حکومت به بيا ددغه تړون پابند نۀ ي.
سرچينې وايي دگل په ورځ دسوات دخوازه خيلې سيمې څخه ٤ کسان تښتول شوي وؤ چې وروسته دهغوي په هکله معلومه شوه دغه تښتول شوي کسان امنيتي عسکر دي.
دنهې په ورځ دسوات په چارباغ سيمه کې دهنگو په ځانمرگي بريد کې دوژل شوي عسکر دمړي انتقالونکى امبولانس ځايې طالبانو اودرولو اؤ ددغه امبولانس ډرائيور اؤ دوه امنيتي عسکر يې نامعلوم ځايې ته بوتللي دي.
همدغه راز دخوازه خيلې څخه دمسلم ليگ(ق) يو سيمه ييز مشر سراج دتښتونې خبرونه هم ترلاسه شوي دي.
دسرچينو له مخې په سوات کې ديرغمال کړل شوؤ ٧ؤ امنيتي عسکرو اؤ دمسلم ليگ(ق) دمشر سراج د راخلاصولو لپاره د انتظاميې اؤ تندلارو ترمينځ خبرې روانې دي .
ددې ترڅنگ دسوات سره پيوست دشانگلې ضلعې د پورن سيمې مرستيال ناظم نذير خان نامعلومو کسانو ددوؤ ملگرو سره تښتولى دى.
اخوا په سوات کې دغيرفعاله کړل شوي مذهبي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي وياند امير عزت خان دړکه کړې ده چې کۀ حکومت د اپريل ٢٣مې نيټې پورې په ملاکنډ سيمه کې دارالقضاء جوړه نۀ کړه نو هغوي به دامنيت دټينگښت مسؤليت څخه به لاس پسر شي.
هغۀ خبردارى ورکړى دى چې د٢٣م اپريل څخه وروستو به دوضعيت ټوله پړه په حکومت پريوځي.
بل لوري ته دصوبه سرحد بونير سيمې ته دسوات څخه ورغلوطالبانو دسيمه ييزو تندلارو سره په گډه په سواړۍ،ډگر،پيربابا، چمله اؤ نورو سيمو کې وسلو په لاس گزمې پيل کړي دي.
سرچينې وايي طالبانو په بونير کې خپلې پوستې جوړې کړي اؤ دهغوي دسيوا شوي فعاليت څخه وروستو سيمه ييزو لښکر په شا شوى دى.
په بونير کې دا مهال ځايې انتظاميه په نظر نۀ ښکاري اؤ نۀ هم دطالبانو ددغه پرمختگ په ضد حکومت يا امنيتي ادارو کوم گام اخستى دى.
Keywords: Taliban, buner, taliban, militants, swat, sharia