امریکاي چارواکی واې پاکستان په بیړنۍ توگه ایټمي وسلې زیاتوي

د امریکې کانگرس غړو ته یو جگپوړي پوځي چارواکې ویلي دې چې پا کستان په تندۍ خپلې ایټمي وسلي زیاتوي، او ددي له امله په کا نگرس کې دا اندیښي راپورته شوي دي چې آیا دغه هیواد ته د امریکي لخوا ورکیدونکي بلیننونه ډالري خو به په ایټمي پروگرام مصرف نه کړی شي.

د امریکي د گډو ځواکونو کمیټۍ مشر ایډمرل مائک مولن د زیارت په ورځ کانگرس ته په یوه پټه وینا کې د پاکستان په ایټمي وسلو کې د زیاتوالي پخلی کړی دی.

د امریکي نیویارک ټائمز ورځپاڼړي د گل په ورځ یو رپورټ کې وویل چې کله د مائک مولن نه په کانگرس کې پوښتنه وشوه چې آیا هغه داسي کوم شهادت لري چې پاکستان خپل ایټمی وسله تون سیواکوي نو هغه ورته په ځواب کې هاو وویل. خود نیویارک ټائمزځپاڼړي د رپورټ تر مخه مائک مولن له دي پورته نور کوم معلومات یا وضاحت وړاندي نه کړو.

د ورځپاڼړي د رپورټ ترمخه، د جمهوررئېس باراک اوبامه حکومت لپاره د اندیښني خبره داده چې پاکستان په داسی وخت کې د ایټمي توکو جوړول تند کړي دي چې واشنگټن غواړي د پاکستان موجوده ایټمي وسلو حفاظت دې خوندي کړی شي چې د یاغیانو لاسو ته ورنشي.

دنیویارک ټائمز د رپورټ تر مخه پاکستان د ٨٠ نه ١٠٠ پورې اېټم بمونه لري. رپورټ کې ویل شوي دي چې پاکستان د نوي بمونو لپاره یورینیم جوړوي چی له امله يي د امریکي حکومت ه‏سي پیچیدگۍ سره مخ کړي دي.

د امریکي جموررئیس باراک اوبامه غوتنه کړي ده چې نړۍ دې د ایټمي وسلو لپاره د موادو جوړول ودروي. خو هغه په ډاگه د پاکستان ایټمي پروگرام په حکله کومي څرگندوني نه دي کړي.

دامریکي سر ښار واشگټن کې د څیړني اداري څیړونکی بروس ریډیل، څوک چې د پاکستان او افغانستان لپاره د باراک اوبامه دنوي تگ لاري یا پالیسۍ لیکوالانو کی شامل دی، واې پاکستان د نړۍ تر ټولو زیات ترهگر لري او د پاکستان په ایټمي پروگرام کې د نړۍ د بل ځاې نه زیات زیاتوالی روان دی.

د امریکي حکومتي چارواکو کانگرس ته ویلي دي چې دا دې ېقیني کړی شي چې امریکی لخوا پاکستان ته پوځي امداد دی د ترهگرۍ پرضد هسو باندي مصرف کړی شي، نه چې په کوم بل مد باند خرڅ شي.

د امریکې کانگرس غړو ته یو جگپوړي پوځي چارواکې ویلي دې چې پا کستان په تندۍ خپلې ایټمي وسلي زیاتوي او ددي له امله په کا نگرس کې دا اندیښي راپورته شوي دي چې آیا دغه هیواد ته د امریکي لخوا ورکیدونکي بلیننونه ډالري خو به په ایټمي پروگرام مصرف نه کړی شي.