قاضي حسین احمد شخصي ژوند څنگه تېریږي

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی امیر او په مذهبي سیاست کې وتلی مشر قاضي حسین احمد وایی چې موسیقی نه اوري .
خو یو ځل د اوږد سفر نه چې کابل ته اورسیدو. او د کوم ځایې نه ورته د پښتو کومه سندره او ساز په غوږ شو. نو زړه یې تازه شو.
د مهمو حکومتي سیاسي مشرانو او اهم شخصیتونو سره د مرکو دغه ځانگړې لړۍ کې وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو نن تاسو ته ښایي. چې ایا قاضي حسین احمد صیب چرته مینه هم کړې ایا قاضي صیب په ریښتیا هم یو غصه ناک شخصیت دی او دا چې ولې په گرمۍ کې هم قراقر ټوپۍ پسروي؟
دا او د ځینو نورو سوالونو ځوابونه تاسو هم په دې مرکه کې اوریدی شۍ چې د ډیوه ریډیو خبریال ابراهیم شینواري کړی.