اسلام اباد : پوليسو٢٥ ترهگرنيولي دي

د اسلام اباد دپوليسو مشر وايي دپلازمينې اسلام اباد څخه يې ٢٥ ترهه گر نيولي چې په دغو کې ٦ ترهگر زيات خطرناک دي او دهغوي دنيولو لپاره دډير وخت څخه هڅې روانې وې.
دپوليسو مشر يا ايي جي سيد کليم امام رضوي دشورو په ورځ خبريالانو ته وويل دغه ترهه گر يې داستخباراتي ادارو په همکارۍ داسلام اباد دبيلا بيلو سيمو څخه نيولي دي.
دپوليسو مشر ادعا وکړه چې دترهه گرو څخه يې ځان وژونکي جيکټونه اؤ چاؤديدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.
هغه وويل نيول شوؤ ترهه گرو کې ځينو په لاهور او کراچۍ کې دترهه گرۍ ستر پلانونه جوړول.
هغه دا هم وويل چې دغو ترهه گرو غوښتل مهم سياسي مشران او حساس مقامات په نخښه کړي.
دپوليسو دمشر په وينا نيول شوي ترهه گر دسوات،وزيرستان او نورو ناقراره سيمو اوسيدونکي دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دپوليسو مشر وويل دطالبانو مشر بيت الله محسود اسلام اباد کې دترهه گرۍ په ترسره شوؤ پيښو کې پوليسو ته پکار دى او دبيت الله محسود په خواخوږو هم ژور نظر ساتل کيږي.
بلخوا د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دشورو په ورځ قومي اسمبلۍ ته وويل پوځ سوات او ملاکنډ په بشپړ ډول دطالبانو څخه پاک کړى دى.
ښاغلي ملک سوات او ملاکنډ سيمې په داسې حال کې دترهه گرو څخه پاکې گرځولي چې نن دشورو په ورځ هم دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې دسوات دننه تندلارو سره په نښته کې ددوؤ پوځي افسرانو په گډون د٦ؤ پوځيانو دوژل کيدو اؤ٣ؤ نورو دژوبل کيدو خبر ورکړى دى.