امریکایان  دهیواد ازادی ٢٣٣ مه کلیزه لمانځي

امریکایان نن د هیواد د خپل واکې ٢٣٣مه کلیزه لمانځي.
د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما به سپینې ماڼې کې د خپل واکې ورځ د امریکا ځواکونو کورنیو سره لمانځي. ښاغلي اوباما خپلې اونیز وینا کې په امریکایانو غږ وکړو چې لږ وخت لپاره دې ارام وکړي او د ازادی ورځ خوشالو کې برخه واخلي.
نوموړي امریکایانو ته یادونه ورکړه چې هېواد سختو چېلنجونو سره مخ دی چې پکې اقتصاد او د افغانستان او عراق جگړې شامل دي.
د کال ١٧٧٦ د جولایي څلورمه نیټه١٣و ایالتونو استازو د برتانیا نه د ازادې اعلان کړې وؤ.
په روایتي توگه د خپل واکې ورځ خلک په کنسرټونو او د رنگینو رنړا گانو پټاخو خلاصولو باندې لمانځي.
د امریکا پایه تخت واشنگټن ډي سي کې به د ازادې مراسم کپیټل هل مخې ته نیشنل مال کې میوزک کنسرټ او د اتش بازې د ټولو غټ مراسم کیږي.