رپورټ: بیت الله محسود ځانمرگې بریدونو لپاره ماشومان خرڅو وي

پاکستان کې عسکرې چارواکې وايی د پاکستانې طالبانو مشر بیت الله محسود د ځانمرگې بریدونو لپاره واړره ماشومان تربیه کوي او بیا يي د ٦ نه تر ١٢ زره ډالروپه نوروطالب مشرانو خرڅوي.

د امریکې سې این این ټېلي خپل یو رپورټ کې د پاکستان د پوځ ترجمان میجر جنرل اطهر عباس د خولې ویلې دې چې بیت الله محسود خپله دا منلې ده چې هغه داسې یو مرکز چلوي چرته چې واړه هلکان د ځانمرگې بمې بریونو لپاره تربیه کیږي.

چارواکې وايي بیت الله محسود تربیه کړی شوي ماشومان د حملو لپاره په نورو طالب مشرانو خرڅوي چې بیعه يي د شپږ زره ډالره نه واخلې تر دولس زره ډالرو پورې وي. د ځنو ماشومانو عمرونه پکښې د یولس کاله یا ددې نه هم کم وي.

اطهر عباس وايي بیت الله محسود خپله دغه جرمونه منلې دي. د سې این این رپورټ کې اطهرعباس وايي چې د کم عمره ماشومانو د نیول کیدولو امکان ډیر کوي او دا ډیر امکان لرې چې یو پیاده ماشوم د امنیت لپاره اخستل شوي بندوبست کې اووځې.

سې این این وايي پوځ داسې ویډیو هم خپور کړې دې چې ښاې ماشومان وژنې کوي او تربیه ترلاسه کوي.

بيت الله محسود دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې ترسره کيدونکو ځانمرگي بريدونو او په کال ٢٠٠٧ء م کې دپاکستان دپخوانۍ صدراعظم بې نظير بوټو په وژنه کې ککړ بللى شي.

امريکادبيت الله محسود دوژنې، نيونې يا دهغه دځالې په نخښه کولو کې دقيق معلومات ورکوونکو لپاره د٥ؤ ملين ډالرو او دپاکستان حکومت تيره مياشت دهغه په سر د٥ؤ کروړو روپو اعلان کړى دى.