جنوبي وزيرستان :د ډرون دوهم بريد کې لږ تر لږ 30 جنگیالي وژل شوي

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو دچارشنبې په ورځ غرمه مهال دتندلاروپه يوه قافله يو بل بريد ترسره کړى چې پکې لږ تر لږه 30 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل دي.
يو بل استخباراتي چارواکي دشکمنو جاسوسي الوتکو لخوا دتندلارو په کاروان ترسره شوي بريد کې دوژل شوؤ تندلارو شميره له ٢٥ؤ څخه تر ٣٥ؤ پورې وښودله.
جاسوسي الوتکې دغه بريد په جنوبي وزيرستان کې په ٥ؤ هاغو گاډو ترسره کړى چې طالب جنگيالي پکې ناست وؤ.
سرچينې وايي دغه گاډي دجنوبي وزيرستان سرا روغه سيمې ته روان وؤ.
له دې وړاندې نن سحر وختي دجنوبي وزيرستان په کاروان منزه سيمه کې هم دطالبانو په يو تربيتي مرکز جاسوسي الوتکې ميزائيل داغلي چې پکې ١٠ تندلاري وژل شوي وؤ.
جنوبي وزيرستان دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود مرکز گڼلى شي.
له ازادو سرچينو څخه په دغو بريدونو کې دوژل شوؤ طالبانو شميرې په هکله پخلى ځکه نۀ شي کيدلى چې دغه سيمه ډيره لرې پرته ده او دبيت الله محسود په ضد دپاکستاني پوځيانو دعملياتو پيل کيدو له امله ژورنالستان سيمې ته نۀ شي ورتللى.
په تيرو دوؤ اوونيو کې د شکمنو امريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد شاوخوا ٥ بريدونه ترسره شوي دي.
په پټه توگه ددغسې بريدونو ملاتړ کوونکى دپاکستان پوځ وايي دامريکايي جاسوسي الوتکو بريدونو له امله په جنوبي وزيرستان کې دبيت الله محسود نيونې يا وژنې هڅه شنډيږي ، ځکه هغوي په سيمه کې دقبائيلي مشرانو ملاتړ ترلاسه کول غواړي.
دکال ٢٠٠٨م داگست دمياشتې څخه تراوسه دپاکستان په خاوره دجاسوسي الوتکو لخوا دغه رقم ٤٥ بريدونه ترسره شوي چې پکې دځينو جنگيالو او دهغوي دمشرانو په گډون تقريباً ٤٥٠ کسان وژل شوي دي.