امريکا او هند په دفاعي او اټومي تړونونو لاسليکونه کړي دي

د امريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي دي امريکا او هند پر دفاعي مرستو او دايټمي وسلو په اخستو او خرڅولو متفق دي.
دبهرنيو چارو وزيرې دهند په نوي ډيلي کې دخپل هندي سيال ايس ايم کرشنا سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کوله.
پخپل گډ بيان کې دواړو مشرانو وويل په توانايۍ ، تعليم، کرونده او دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې امريکا او هند په اوږد مهاله مرستو اتفاق کړى دى.
هيلري کلنټن وويل امريکايي کمپنۍ به په هند کې دوه اټومي ري ايکټرز جوړوي چې ددې لپاره ددوؤ ځائيونو منظوري ورکړل شوې ده.
دهغې وينا وه دامريکا هند دفاعي تړون سره به دامريکا په صادراتو کې په اربونو ډالر زيات شي.
هيلري وويل دواړه هيوادونه دخپل مينځي اړيکو نورو مضبوطولو پابند دي
دهغې وينا وه اوباما انتظاميې دهند صدراعظم من موهن سنگهـ ته دنومبر په ٢٤مه نيټه واشنگټن ته دراتگ بلنه ورکړې ده.
همدغه راز دهند دبهرنيو چارو وزيرې ايس ايم کرشنا وويل امريکا سره به سائنس او تيکنالوجي، خلايي او مواصلاتي او دفاعي څانگو کې درې مهم تړونونه گټور ثابت شي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن هندي مشرانو سره دترهه گرۍ، پاکستان او اړونده اړيکو غوندې مهمو چارو باندې خبرې وکړې او دخپل سفر په اخر کې دواړو هيوادونو په دريوؤ تړونونو لاسليکونه وکړل