د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پوځ او وسله والو جنگيالو ترمينځ نښتو کې د څلورو پوځيانو په گډون درې کسان وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه کې وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په قلعه ناڅاپي بريد وکړو چې له امله يې څلور پوځيان وژل شوي دي.
له دې وروسته ددغو جنگيالو پر ضد امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات هم پيل کړي او په ميران شاه کې يې سخت امنيتي تدابير نيولي دي خو په ځوابي عملياتو کې تندلارو ته داوښتي زيان په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
سرچينې دا هم وايي چې په سيمه کې دتندلارو او پوځيانو ترمينځ دنښتو په مهال ١٠ کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
خو په ازاده توگه دغه شميره نۀ ده تصديق شوې.
په کورونو دمارټر گولو پريوتو لومړۍ پيښه دشمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې رامينځته شوه چې له امله يې درې کسان وژل شوي دي.
همدغه راز دشمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کې هم په يو کور دمارټر گوله پريوتې ده چې پکې درې ماشومان او څلور ښځې وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده وژل شوي ټول کسان ځايې اوسيدونکي دي.