غزا : د حماس او جند انصار الله تر منځ نښتو٢٠  کې  کسان وژل شوي

د فلسطین غزا پټۍ کې د حماس امنیتي ځواکونو او القاعده سره اړیکې لرونکي د فلسطین یو جنگیالي ډلی تر مینځ شوو نښتو کې د جند انصار الله مشر په گډون 20 کسان وژل شوي.
په دغو نښتو کې د سلو نه زیات کسان ژوبل شوي هم دي.
د حماس امنیتي ځواکونه د جندانصار الله ډلې د وسله والو کسانو سره هغه وخت مخامخ شول کله چې دوي د غزا پټۍ په سویلي ښار رفاه کې د خپل تحریک یو مرکزي ځای کې جمع شوي وو.
د جند انصارالله وژل شوي مشر عبداللطیف موسی لخوا غزا پټۍ یو اسلامي امارات او سخت اسلامی شریعت پرځای کولو اعلان ورسته د حماس امنیتي ځواکونو په یو جومات کې موجود ددغه ډلې په جنگیالو برید وکړو.