د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکايي صدر براک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هولبروک دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره په پايه تخت اسلام اباد کې ليدلي دي.
سرچينې وايي ددغه ليدنې په مهال وزيراعظم يوسف رضا گيلاني امريکا څخه دډرون ټيکنالوجۍ د ورکړې او ددغو بريدونو داودرولو غوښتنه کړې ده.
دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې دترهگرۍ پر ضد جگړه، دملاکنډ دکډوالو په بيا ابادۍ او دډرون دبريدونو په گډون په نورو مهمو چارو خبرې وشوې.
دسرچينو وينا ده وزيراعظم رچرډ هالبروک ته وويل په سوات کې دتندلارو په ضد دترسره شوؤ عملياتو په مهال مو هڅه وکړه چې عامو خلکو ته لږ ترلږه زيان واوړي.
هغه وويل په سوات کې دتندلارو په ضد پوځي عملياتو ته دپارلمان، امنيتي ادارو، سياسي او مذهبي مشر تابۀ، مدني ټولنې او ميډيا مکمل ملاتړ ترلاسه ؤ.
ښاغلي گيلاني وويل دترهگرۍ پر ضد روانه جگړه کې پاکستان دلومړي صف دهيواد کردار ترسره کوي او په دغه جگړه کې ورته تر ټولو زيات زيان رسيدلى دى ځکه نو نړۍ دې دپاکستان سره مرستې وکړي.
دډرون بريدونو په هکله وزيراعظم هولبروک ته وويل په پاکستان کې ددغو بريدونو په ترسره کيدو انديښنه څرگندولى شي او ددغو بريدونو له امله ترهگر داولس څخه په بيلولو کې ستونزې راولاړيږي.
صدراعظم وويل امريکا دې پاکستان ته ډرون ټيکنالوجي ورکړي چې دغه شان دپاکستان پوځ پخپله دترهگرو په ضد عمليات ترسره کړي.
رچرډ هالبروک صدراعظم ته باور ورکړو چې امريکا به داسې سخت وخت کې پاکستان يواځې نۀ پريږدي او ورسره به هره رقم ممکنه مرستې کوي.
نوموړي وويل دسوات دځپل شوؤ خلکو بيا ابادۍ او پاکستان کې دتوانايۍ روان کړکيچ مقابلې لپاره به پاکستان سره مرستې کولى شي.
رچرډ هالبروک وويل چې دملاکنډ په کاميابو عملياتو دپاکستان پوځ او حکومت ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کوؤ.