حسن ابدال :  درې پولیس وژل شوي دي

د پاکستان دپنجاب ايالت په حسن ابدال سيمه کې نامعلومو کسانو درې پوليس په ډزو سره وژلي دي.
په سيمه کې يو لوړپوړي پوليس مشر ارشد محمود خبريالانو ته ويلي دي دغو پوليسو داور گاډو ديو پل څخه څارنه کوله .
نوموړي وويل دغه پوليس دڅارنې په کوټه کې کولو څخه وروسته اودۀ وؤ چې نامعلومو کسانو هغوي په ډزو سره ووژل.
هغه وويل دغه دريواړه پوليس په تندي لگيدلي دي اودا يوه هدف وژنه ښکاري.