دامريکايي سفيرې او صدراعظم گيلاني ترمينځ ليدنه

په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره ليدلي دي.
دپاکستان په پايتخت اسلام اباد کې ترسره شوي دغه ليدنه کې په دوه اړخيزو اړيکو او بيلا بيلو چارو خبرې وشوې.
د صدراعظم یوسف رضا گیلاني د دفتر لخوا خپره کړی شوي یوه بیانیه کې ویل شوي دي کې ښافلې گيلاني دپاکستان دملگرو يا فرينډز اف ډیمکریټک پاکستان دغونډې په گډې ميلمستيا دامريکا مننه وکړه او هيله يې څرگنده کړه چې ټوکيو کې دپاکستان دملگرو دغونډې په مهال پاکستان ته دامداد دورکړې په هکله به ژمنې پوره کړل شي.
امريکايي سفيرې سره په ليدنه کې يوسف رضا گيلاني په امريکا او نورو امدادي ادارو ټينگار وکړو چې دانرژۍ په بحران دقابو موندلو لپاره دپاکستان سره مرستې وکړي.
وزيراعظم وويل چې دتره گرۍ په ضد دجنگ گټلو لپاره دپاکستان وسله والو پوځونو ته دعصري وسلې او الاتو اړتيا ده.
همدغه راز امريکايي سفيرې اين ډبليو پيټرسن دپاکستان وزيراعظم ته وويل چې دامريکايي پوهانو يوه ډله به د انرژۍ دمنصوبو جاج اخستو لپاره راتلونکې مياشت کې دپاکستان دوره کوي او ددغو منصوبو اعلان به دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن دپاکستان دسفر په مهال کوي.
امريکايي سفيرې وويل چې دپاکستان دامداد لپاره امريکايي کانگريس په راتلونکې اوونۍ کې دکيري لوگر بل منظوري ورکړې ده.