د صوبه سرحد ګورنر اويس احمدغني ويلي دي دپاکستان دقبائيلي سيمو په پرتله القاعده په افغانستان کې زياته پياوړې ده.
دپيښور په ګورنر هاؤس کې په بمي چاؤدنو کې دوژل شوؤ کسانو کورنيو ته دمرستو ورکولو په مهال خبريالانوسره په خبروکې ګورنر اويس احمدغني وويل په هيواد کې اوسنۍ مينځته شوي چاؤدنې دترهګرۍ پر ضد دروانې جګړې غبرګون دى.
هغه وويل ترڅو چې په افغانستان کې وضعيت نۀ وي ښه شوى تر هغې په پاکستان کې هم امن نۀ شي راتللى.
دهغه وينا وه دحالاتو عادي کيدو پورې به پوځ په قبائيلي سيمو کې ايسار وي.
نوموړي وويل دصوبه سرحد دجنګ ځپلې صوبې ګرځولو په تجويز غور روان دى.
ګورنر وويل 2010 به زمونږ لپاره دازميښت کال وي او په 2011 کې به وضعيت ښۀ شي.
نوموړي وويل مونږ باور لرو چې دترهګرۍ پر ضد روانه جګړه کې به ضرور برياليتوب ترلاسه کوؤ.
دصوبه سرحدگوردالقاعده دپياوړتياپه هکله دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي په دې وروستيوکې دلوړپوړو امريکايي چارواکولۀ خوا وويل شول دالقاعده اؤ طالبانومهم مشران په پاکستان کې پټ دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې داکتوبرد١٧مې نيټې څخه دتندلاروپه ضددپاکستاني پوځ لخوادپيل شوؤ عملياتوراپديخوادپاکستان په صوبه سرحداؤ پنجاب کې دترهگرۍ پيښوکې چټکتيا رامينځته شوې ده اؤ حکومت د ورانکارۍ دغه پيښې دوزيرستان دعملياتوغبرگون بولي.