د پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان په خوست ولايت کې دزيارت په ورځ دوالي دماڼۍ سره نزدې په بمي چاؤدنه کې دخوست د مرستيال والي يا نائب گورنر په گډون گڼ شميرکسان ژوبل شوي دي.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري خبريالانو ته ويلي دي دچاؤدنې له امله دگورنر دودانۍ شيشې ماتې شوې او دگورنر مرستيال طاهر خان صبري پرې ژوبل شو خو دهغه حالت دخطرې څخه بهر دى.
دختيز ولايت خوست پوله دپاکستان سره لگيدلې ده او خواؤشا يوه اوونۍ دمخه په دې سيمه کې دامريکايي سي ايي اى په اډه ځانمرگي بريد کې دادارې ٧ کسان وژل شوي وؤ.
نن دزيارت په ورځ دالقاعده په ويب پاڼه خپره شوې يوه بيانيه کې القاعده په خوست کې دامريکايانو په مرکز دترسره شوي بريد مسؤليت پخپله غاړه اخستى دى او دا يې دډرون بريدونو بدله گرځولې ده.
دالقاعده يو کمانډر ادعا کړې ده چې دسي ايي ايى اى په اډه يې دغه بريد دالقاعده ددوؤ مهمو کمانډرانو اودپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژنې دبدلې اخستو په توگه کړى دى.
بايد وويل شي يوه اوونۍ دمخه دپاکستاني طالبانو دلاقانونه گرځول شوي تحريک مهم کمانډر قاري حسين هم پخپله يوه مرکه کې دخوست دننه دسي ايي اى په اډه دترسره شوي بريد پړه پخپله غاړه اخستې وه.
بل لوري ته نن دزيارت په ورځ دافغانستان په پايتخت کابل کې دخلکو داوسيدنې په سيمه درې راکټونه داغل شوي دي چې پکې درې اولسي وگړي ژوبل شوي دي.
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت پخپل يو بيان کې وويل دوه راکټونه په يو کور او دريم په يو باغ لگيدلى دى.