دکراچۍ اړي گړي ۴١ کسان وژل دي

دتير يو شواروز په مهال دپاکستان دسندهـ ايالت په سرښار کراچۍ کې دهدف وژنې او ډزو په بيلا بيلو پيښو کې ١٣ کسان وژل شوي او١٠ نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو له مخې دښار په بيلا بيلو سيمو کې دڅلورو ورځو په مهال دډزو پيښو کې ۴١ کسان وژل شوي دي.
دپوليسو وينا ده دهدف وژنو او تښتونو څخه وروستو دوژنو پيښې دکراچۍ په لياري، ګارډن، رنچهوړ لائن، اګره، تاج، بهادر کالونۍ، پاک کالونۍ ،اورنګي ټاؤن، ملير ، الفلاح په سيمو کې رامينځته شوي دي.
دسرچينو وينا ده دشاه لطيف تاڼې په حدودو کې دملير سره نزدې ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي چې په ډزو سره وژل شوي دي.
همدغه راز دناظم اباد په خاموش کالونۍ کې ديو سياسي ګوند غړى په ډزو وژل شوى او زوړ حاجي کيمپ کې هم ٢٠ کلن ذيشان په ډزو سره وژل شوى دى.
دعيدګاه سيمې څخه دعرفان نومې تن مړى ترلاسه شوى چې تعلق يې په لياري کې ديوې ډلې سره دى او په سرجاني ټاؤن کې هم ديو تن شاهد اقبال مړى ترلاسه شوى چې نامعلومو کسانو په ډزو سره وژلى دى.
پوليسو او درينجرز ځواکونو دکراچۍ دبيلا بيلو سيمو څخه ګڼ شمير شکمن کسان هم ددغو وژنو په تور نيولي دي چې پلټنې ترې روانې دي.
دپوليسو وينا ده په پاک کالونۍ کې دورانکارو په ضد عملياتو کې برخه اخستونکى يو پوليس چې عزيز نوميږي وژل شوى اوپوليس انسپکټر نعيم خان ژوبل شوى دى.
تيره ورځ هم په کراچۍ کې دهدف وژنې په بيلا بيلو پيښو کې نهه کسان وژل شوي وؤ.
په کراچۍ کې دهدف وژنو په پيښو کې دچټکتيا راتللو له امله دائتلافي ګوندونو متحده قومي موومنټ او پيپلز پارټۍ ترمينځ تاؤتريخوالى هم سيوا شوى دى.
تيره ورځ دپاکستان وزيراعظم يوسف رضاگيلاني دايم کيوايم دمشرالطاف حسين سره په ټيليفون تماس ونيولواؤ دکراچۍ دوضعيت په اړوند يې ورسره خبرې وکړې .
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي دي په کراچۍ کې به دورانکارو مقابلې لپاره ټولې وسيلې په کار راولي.
په ګوادر کې يوې دستورې ته وينا او ميډيا سره په خبرو کې رحمان ملک وويل دګوادر بندرګاه سره به ځايې خلکو ته زياته ګټه ورسيږي او دسيمې دپرمختيا او خوشحالۍ لپاره دې ځايې مشران خپل کردار ادا کړي.