د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دقاضيانو دتقررۍ په اړه دخالي په ورځ د صدر اصف علي زرداري له لوري جاري کړل شوې صدارتي حکمنامې دمنسوخولو اعلان کړى دى. دا اعلان د شورو په ورځ د وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري تر منځ د لیدو وروسته شوی ده.
ددغه ليدنې څخه وروسته وزيراعظم خبريالانو سره په خبرو کې وويل دمشر قاضي دمشاورت له مخې به اوس په ستره محکمه کې دقاضيانو دتعيناتۍ يو نوى حکم جاري کولى شي چې د تېر سرکاري اعلاميې ځايې به نيسي.
هغه وويل اوس به قاضي ثاقب نثار اؤ قاضي اصف سعيد کهوسه په ستره محکمه کې مقرر کېږی او دسترې محکمې موجوده قاضي خليل الرحمان رمدى چې دملازمت موده يې اوس اوس ختمه شوې ده به دايډهاک قاضي په توگه تر يو کال پورې خپل کار جاري ساتي.
همدغه رنگ دلاهور هائيکورټ مشر قاضي خواجه شريف به دوړاندې پشان پخپله څوکۍ ناست وي.
بايد وويل شي دغه گام بيخي دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري دمشاورت مطابق دى.
وزيراعظم زياته کړه په لاهورهائيکورټ او سندهـ هائيکورټ کې هم دقاضيانو دگمارنې معاملې ته غوڅ شکل ورکړل شوى دى.
مشر قاضي سره دليدنې وروسته وزيراعظم د قامي اسمبلۍ په غونډه کې گډون وکړو او ايوان يې دمشر قاضي سره دخپلې ليدنې او دقاضيانو دگمارنې په اړه خبر کړو.
وزيراعظم وويل چې دعدليې او حکومت ترمينځ دکوم ټکر انديښنه څرگندولى شوه اوس هغه دمشر قاضي افتخار چوهدري سره دليدنې وروسته ختمه شوې ده.
دتير خالي په ورځ دمشر قاضي دسفارشونو برعکس جمهوررئيس اصف علي زرداري دلاهور هائيکورټ مشر قاضي خواجه شريف دسترې محکمې دقاضي او قاضي ثاقب نثار دلاهور هائيکورټ مرستيال مشر قاضي دگمارنې امر جاري کړى ؤ.
خو سترې محکمې ددغه معاملې پخپله دخبر اخستو په ترڅ کې دقاضيانو دتعيناتۍ سرکاري اعلاميې دجاري کيدو څخه لږ وخت وروسته ددې دځنډولو سره دمقدمې اوريدنه په ١٨مه فرورۍ دکولو اعلان کړى ؤ.
په هاغه مهال قانوني حلقو، دحزب اختلاف گوندونو او پاکستاني ميډيا دحکومت په دغه گام سخته نيوکه کړې وه او دوکيلانو له لوري دعدليې په ملاتړ دهيواد په کچه داحتجاج کولو اعلانونه هم وشول