افغان کابينه وايي په جنوبي افغانستان کې داولسي وگړو په گاډو دناټو فضايي بريد کې ٢٧ اولسي وگړي وژل شوي دي.
ناټو وايي کمانډر جنرال سټينلى مکرسټل داتوار دورځې په دغه پيښه دافغانستان دجمهوررئيس حامد کرزي څخه بخښنه غوښتې ده.
دناټو کمانډر جنرال سټينلى مرکسټل پخپل يو بيان کې ويلي دي داولسي وگړو په وژنه زيات خواشيني شوي يو.
جنرال سټينلى وايي خپلو پوځيانو ته يې ويلي دي بايد په افغانستان کې دافغانانو حفاظت باوري کړي ، اولسي وگړو ته په تيروتنه کې په ځاني زيان رسولو سره زمونږ په مشن کې دافغاني اولسي باور کميدلى شي.
چارواکي وايي اولسي وگړي په دايي کندي ولايت کې دکيجران اولسوالۍ څخه راروان وؤ چې په هغوي دارزگان ولايت سره نزدې په زيرمه کلي کې دناټو لخوا فضائي بريد ترسره شو.
دگل په ورځ افغان کابينې پخپل يو بيان کې ددغه پيښې سخته غندنه کړې ده او دا يې يو بې جوازه گام گڼلى دى.
افغان کابينه وايي لمړي راپورونه په ډاگه کوي چې داتوار په ورځ ناټو په دريوؤ گاډو بريد کړى چې پکې دڅلورو ښځو او يو ماشوم په گډون ٣٣ اولسي وگړي وژل شوي دي.
افغاني وزيران وايي ١٢ اولسي وگړي په دغه بريد کې په داسې حال کې ژوبل شوي هم دي چې هغوي کندهار ته روان وؤ.
ناټو پخپل يو بيان کې منلې ده چې الوتکو يې دافغانستان په جنوبي ارزگان ولايت دتيروتنې له امله دتندلارو په يوه ډله بريد وکړو خو وروستو ورته معلومه شوه چې وژل شوي او ژوبل شوي اولسي وگړي وؤ.
ناټو وايي دتيروتنې له امله يې داسې گڼله چې گنې داولسي وگړو دغه ډله جنگيالي دي او هغوي دناټو او افغاني ځواکونو په گډه گزمه بريد کول غواړي.
ناټو زياتوي ژوبل شوي کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
له دې وړاندې دافغانستان دکورنيو چارو وزارت ويلي وؤ په ارزگان کې دناټو په بريد کې ٢١ اولسي وگړي وژل شوي دي.
دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري ويلي دي دجنوبي ولايت ارزگان په لويه لاره په دريوؤ گاډو کې ۴٢ؤ اولسي وگړو سفر کولو چې په دغه مهال پرې ناټو فضائي بريد ترسره کړو.
بشري وويل دافغانستان پلټنيزو چارواکو تر دې مهاله دپيښې دځايې څخه د٢١ؤ کسانو مړي ترلاسه کړي، دوه ورک دي او ١۴ کسان نور ژوبل شوي دي.
په ارزگان کې ددغو ٣٣ؤ اولسي وگړو دوژنې پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دخالي په ورځ دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دناټو څخه غوښتي وؤ بايد داولسي وگړو دوژنې څخه ډډه وکړي.
کرزي ويلي وؤ ناټو دخپلو عملياتو په مهال دافغان اولس دخونديتوب لپاره زړۀ پورې گامونه نۀ دي اخستي او دناټو څخه يې غوښتنه کړې وه چې بايد په دغه هکله لا زيات گامونه واخلي.