پاکستاني چارواکي وایي پولیس هاغه تنانوته نزدې شوې دي چاچې د برطانيي یو پنځه کلن هلک دشورو په ورځ د پیسو دپاره د نیا د کورنه پټ کړی دی.
د اتوارپه ورځ وینا کې د کورنو چارو وزیر رحمان ملک اویل چې چارواکي بارولري چې ماشوم د هغه خپلوانو تښتولی دی. رحمان ملک اغوا کونکو ته خبرداری اوکړو چې ددې وړاندې چې پولیس دوې اونیسي هلک دې خوشی کړي.
وسله والو غلاگروساحل د شوروپه ورځ سعیدد پاکستان په شرقي جهلم ښار کې د نیا د کورنه اوښتولو. د هغه د پلا تعلق د پاکستان سره دی او ویلې يي دي چې اغوا کونکي د هغه د ځوې د خوشی کیدو په بدل کې ١٢٠،٠٠٠ ډالره تاوان غواړي.
پاکستاني پولیس وايي هیواد کې د امینت وضعه د خرابیدوورسته تاوان د پاره د خلکو د اغوا کیدو پیښې زیاتې شوې دي. چاوراکې ددغه قسمه پیښو پړه په جنگیالو اود جنایت کاروانوپه ډلو اچوي او زیاتره پاکستانیان غوا کیږي.