پاکستاني حکومت ډاکټرعبدالقديرنه دپلټنواجازه غوښتې

دپاکستان مرکزي حکومت دپاکستاني ايټمي سائنس پوهه ډاکټر عبدالقدير خان څخه دپلټنو داجازت لپاره دلاهور په هائيکورټ کې خواست کړى دى.
دلاهور په هائيکورټ کې دمرکزي حکومت لخوا دائر کړل شوي خواست کې دريځ خپل کړل شوى دى چې ايټمي سائنس پوهه ډاکټر عبدالقدير خان امريکائي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره يوه مرکه کړې وه چې پکې نوموړي دپاکستان د مهمورازونو څخه پرده پورته کړې ده دغير ذمه وارۍ ثبوت يې ورکړى دى ، ځکه نو عدالت ته خواست کيږي چې حکومت ته دډاکټر عبدالقدير خان څخه په دغه بابله دپلټنوکولو اجازه ورکړل شي.
له دې وړاندې هم په ډاکټر عبدالقدير خان بهرنيو ورځپانو سره په مرکو او ليدنو دپابندۍ په ضد دډاکټرقديرلخواشوى يو خواست په محکمه کې د اوريدنې لاندې دى او پريکړه يې نن کيدونکې وه خو اوس دمرکزي حکومت لخوا په دغه هکله يو بل خواست دائر کړل شوى دى.
دپاکستان حکومت پخپل نوي خواست کې محکمې ته ويلي دي په لسم اؤ څوارلسم مارچ چې امريکايي ورځپاڼې کې د ښاغلي قدير په حواله کوم راپورونه خپارۀ شوي دي په هغې کې دپاکستان داتومي پروگرام په هکله هم ځينې پوښتنې راولاړې شوي دي اؤ اوس حکومت په دې خبره ځان پوهه کول غواړي چې دغه رقم خبرې غيرملکي مطبوعاتوته څوک رسوي؟
دمحکمې قاضي ښاغلي اعجازچوهدري دحکومت په دغه خواست د ډاکټرعبدالقدير وکيل بيرسټرعلي ظفرمحکمې ته غوښتلى دى خو ډاکټرقدير پخپل يو نوي بيان کې مطبوعاتوته ويلي دي چې هغه نۀ وړاندې اؤ نۀ اوس کومې غيرملکي ورځپاڼې ته مرکه ورکړې ده .