د سعودی عرب یوی ترانسپورتي کمپنئ په عراق کی خپل عملیات بند کړي دي - 2004-07-16

د سعودی عرب یوه ترانسپورتی کمپنی وایی چه د تندرو یاغیانو د غوښتنی په اساس یی چه د یوه تښتول شوی درایور د وژلو گواښ کړی و په عراق کی خپل ټول عملیات بند کړی دی. په یوه اعلامیه کی چه د الجزیره په عربی تلویزیون کی نن د جمعی په ورځ خپره شوه دی کمپنی وویل چه ددی کمپنی ټول موټرونه د چهار شنبې په ورځ د عراق نه وایستل شول او د هغه مصری درایور د ژوند د ژغورلو په خاطر یی ټول لازمی گامونه اوچت کړی دی. په فلپین کی یو پخوانی دیپلوماته ‏(‎ دیلیه البرت‏)‎ چه د خارجه چارود وزارت پخوانی مرستیاله هم وه وایی چه د دوی د هیواد د پوځی قواو مشر او لس تنه نور عسکر به نن د عراق نه ووځی . او ددی ډلی څلویښت تنه نور غړی به هم ډیر ژر د عراق نه ووځی . هغو یاغیانو چه فلیپینی درایور یی یرغمل نیولی وایی دی به هغه وخت خوشی شی چه د مانیلا ټول پوېیان عراق پریږدی.