د پاکستان د ریاست لومړی سیاسي قیدي ملت پال عبدالصمد خان اڅکزی(1907-1973)

د پاکستان په ریاست کې د لومړني سیاسي اسیر “اعزاز” لرونکي عبدالصمد خان اڅکزي نوم په شلمه پیړۍ کې د شریک هندوستان په اسمان د “راج”د لمر د ډوبولو په نومیالو کې شامل دی. ښاغلي اڅکزي ته یې پلویان “خان شهید” هم وايي.

د پښتنو دسیاسي تاریخ پوهان وايي ښاغلی اڅکزی، نه یواځې دا چې د یوې نه ټیټېدونکې سیاسي مبارزې لپاره پیژندل کېږي بلکې هغه یو تکړه صحافي، ژبپوه او ادیب هم ؤ.

د ښاغلي اڅکزي په ژوند تحقیق کونکی لیکوال شوکت ترین وي او ای ډیوه ته وايي د هغه سیاسي مبارزه ددغه وخت د نورو سیاست والو په پرتله ځانګړتیا لري:

“دې نورو خو د ښارونو څخه سیاست تر کلیو رسولو خو خان شهید د کلیو نه تر ښارونو ورورسولو”

په غیرتقسیم شوي هندوستان کې د ازادۍ د تحریک نه واخله تر د پاکستان په ریاست کې د مارشل لايي واکمنیو په ضد په مبارزه کې ښاغلي اڅکزي د سياسي سوچ په بنیاد د خپل ژوند نزدې نیمه برخه په قیدونو کې تېره کړې وه.

ښاغلي اڅکزي د سياسي سوچ په بنیاد د خپل ژوند نزدې نیمه برخه په قیدونو کې تېره کړې وه

د پښتنو د ټولنيز او ولسولیز ګوند خپرونه په “پښتونخوا" ویب سایټ کې شیرین ارین د صمد خان اڅکزي په حقله لیکي هغه چې تنکی زلمی ؤ نو د حکومت ایجنټ ورته د سرکاري نوکرۍ وړانديز کړی ؤ خو دی ورته انکاري شوی ؤ:

“زه نوکري نه غواړم ازادي غواړم”

د ارین په خیال صمد خان تنکی ؤ خو په قام مئین ؤ نو د سرکار د نوکرۍ په ځای یې د سرکار زندان خوښ کړلو.

د پاکستان د لومړي حکومت لومړنۍ سیاسي مخالفه ډله پیپلز ګوند ؤ (دا اوسنی نه) چې په 9م مارچ 1948 کې باچاخان، عبدالصمد خان، او سايي جي ایم سید او د هغويي نورو ملکرو په ګډه جوړ کړی ؤ.

ښاغلی ترین وايي دا ګوند په غیر فرقه واریت په جمهوریت، او دانساني حقونو په بنیاد جوړ شوی ؤ.

ښاغلی اڅکزی هم ددغې سیاسي سوچ د تور په بنیاد په 14م مارچ 1948 کې د برتانوي بلوچستان په پښین ښار کې ونیول شو او د کوټه په جېل کې بندي شو:

د ښاغلي ترین په خیال:

“خان عبدالصمد خان اڅکزی د پاکستان د تاریخ لومړی سیاسي قیدي دی”

ښاغلی اڅکزی د خپل لومړي قیده شپږ کاله پس په 14مه جنورۍ 1954 کې ازاد شو.

خان عبدالصمد خان اڅکزی د پاکستان د تاریخ وړومبی تن دی چې د ایوب خان د مارشل لآ ټوله موده د 14م اکتوبر 1958 نه تر 24م اکتوبر 1968 پورې په جیل کې تیره کړې وه.

عبدالصمد خان ته ایوب خان د څلورو تورونو په سر سزا ورکړې وه

1: د مارشل لا مخالفت

2: ممنوعه لټریچر ساتل، په دې کې د هغه نه چارواکو د عبداروف بینوا کتاب “خوشال خټک څه وايي” برآمد کړی ؤ.

3: د هغه د کور نه د وسپنې هیلمیټ برآمد شوی ؤ.

4: په کارِ سرکار کې مداخلت; د سرکار مطابق عبدالصمد خان په سیټي تاڼه کې د افسرانو سره د “هرش بحث” مرتکب شوی ؤ.

د ال انډیا مسلم کانفرنس غړی

هغه د خپل عملي سیاست لومړی ګام که څه هم د خپل پلارني کلي نه اخستی ؤ خو د هند په کچه هغه وخت وپېژندل شو چې د ال انډیا مسلم کانفرنس غړی جوړ شو.

ال انډیا کانفرنس په 1929 کې جوړ شوی ؤ. او عبدالصمد خان پکې د 1930 نه ورستو لومړی ګډون کړی ؤ.

په 1933 کې چې کانفرنس محمد اقبال (علامه اقبال) خپل مشر وټاکلو نو عبدالصمد خان یې د مجلس عامله غړی شو، ښاغلی ترین وايي:

“ 25 کلن ځوان د ډاکټر اقباله سره په مرکزي ایګزیکټیو کمیټۍ او قرارداد کمیټۍ کې ؤ”

عبدالصمد خان چې په 1954 کې د زندانه خوشی شو نو هم دغه کال یې په 27م اپریل د "ورور پښتون" په نوم سیاسي ګوند بنیاد کېښودلو.

شوکت ترین وايي خان شهید په پاکستان کې تقسیم شوی پښتون اولس را یو ځای کول غوښتل:

“ددغه ګوند مقصد په پاکستان کې دننه، د یو متحد پښتونخوا یا پښتونستان صوبې قیام ؤ”

د هغې ورستو دغه ګوند په پاکستان نېشنل پارټۍ, بیا دا ګوند په پاکستان نېشنل پارټۍ عوامي کې ضم شو.

د هغې ورستو ښاغلي خان په کال 1970 کې په 19 د جولاي د پاکستان نېشنل عوامي پارټي پښتونخوا څانګه جوړه کړله.

مورخین وايي دې ګوند هم لکه د "ورور وطن" په شان مرامونه لرل، پښتانه یې په یو مرکز یا ټغر راغونډول غوښتل.

عبدالصمد خان اڅکزی د هند په کچه هغه وخت وپېژندل شو چې د ال انډیا مسلم کانفرنس غړی جوړ شو

ایا د پښتون یو مرکز یا ټغر مقصد ځانله وطن ؤ؟

د شوکت ترین په آند نه! د دې ګوند مشرانو په پاکستان کې دننه ددې هیواد د ېوې صوبې په توګه یو ځای کیدل غوښتل:

“عبدالصمد خان کله هم د پښتنو د ځانګړي ریاست تصور نه دی وړاندې کړی" د ښاغلي ترین په خیال:

"د ورور پښتون د منشور اوله جمله دا ده چې د پاکستان په ریاست کې دننه، باید پښتانه په یو واحد کې راجمه شي”

د شوکت ترین په آند هغه کله هم دا نه دي ويلي چې خدای مه کړه مونږ د پاکستان د وحدت د پاکستان د قلمرو یا د پاکستان د ریاست سره بهر څه فکر لرو”

د اسمبلۍ لومړۍ څوکۍ ګټل

صمد خان په 1970 کې د خپل ګوند نیشنل عوامي پارټي پښتونخوا په ټکټ د ګلستان او چمن نه د صوبايي اسمبلۍ غړی جوړ شو ( دا حلقه وس د صوبايي اسمبلۍ څلور سیټونه لري).

دا د عبدالصمد خان د ګوند په ټوله صوبه کې یواځینۍ بریا وه. د عبدالصمد خان په مقابله کې نیشنل عوامي پارټۍ، نېشنل عوامي پارټۍ بهاشاني څانګې، اوجمعیت علما اسلام هزاروي خپل مظبوط امیدوارن ودرولي وو.

صمد خان د یو مشر په توګه ددې اسمبلۍ د وړومبۍ غونډې مشري هم کړې وه

صمد خان د یو مشر په توګه ددې اسمبلۍ د وړومبۍ غونډې مشري هم کړې وه. دا هم تاریخي خبره ده چې ددې وړاندې په بلوچستان کې صوبايي اسمبلي نه وه.

هلته په دغه انتخاباتو کې په وړومبي ځل یو سړي ته د یو ووټ حق ورکړی شوی ؤ.

ادیب او صحافي

خان عبدالصمد خان اڅکزی د خوشال خان خټک نه ورستو داسې پښتون ؤ چې د هغه د شخصیت ګڼ اړخونه دي. هغه د پښتنو په معلوم تاریخ کې یو داسې سیاست دان ؤ چې د پښتو د رسم الخط په موجدینو کې شمارل کیږي.

د رسم الخط په موجدینو کې د ښاغلي اڅکزي نه وړاندې یواځې څلور شخصیتونه معتبر ګڼل کېږي. په دويي کې د محمود غزنوي په دور کې حسن مومندي، بیا بایزید روښان، اخوند درویزه، او خوشال خان خټک دي. شوکت ترین وايي:

"وس د هغه د رسم الخط سره اتفاق یا اختلاف یا خپلېدل او نه خپلېدل دا ځانته یوه جلا خبره ده” خو په دې بابله هغه ځانته یوه نظریه لرله.

صمد خان اڅکزي د ایوب خان په زندان کې خپل ژوند لیک (سوانح عمري) “زما ژوند او ژوندون” لیکلی ؤ. دا ژوند لیک په یوکریني ژبه کې ژباړل شوی دی.

د مشال ریډیو لپاره په لیک کې خبریال قاسم خان مندوخېل لیکي:

"دغه کتاب ډاکټر غلام سرور په اسلام اباد کې د اوکرایني سفارت د یوه ډپلوماټ وسیلي ایواشکو په مرسته او زیار له پښتو ژبې اوکراینۍ ته ژباړلی دی".

“زما ژوند او ژوندون” په اردو ژبه کې هم زر چاپ کبدونکی دی.

چې کله په 1938 کې په برټش بلوچستان کې د برتانیه پرېس ایکټ لاندې مطبوعاتو ته رسمي ازادي تر لاسه شوه نو عبدالصمد خان په پښتو او اردو ژبو کې د استقلال په نامه اخبار هم ووښکلو.

په دغه اخبار کې نوموړي په خپله هم ليکنې کولې، په 1950 کال کې د پاکستان حکومت اسقلال بند کړو او عبدالصمد خان اڅکزی زندان ته ولېږل شو.

نامتو پښتون لیکوال خیر محمد عارف په یوه مرکه کې ډیوه ته ويلي وو د خان شهید صحافت یواځې تر استقلاله نه ؤ.

ښاغلي اڅکزي په 1953 کې د” پښتو” مجله هم شورو کړې وه. بیا یې "پیغام جدید" او او د “ ګلستان” نومې مجلې هم چاپ کولې

د هغه په ليکل شوي اثارو کې صمد الغات، زما ژوند او پښتو ژبه ليکدود نه علاوه د شیخ سعدي د مشهور کتاب گلستان پښتو ژبې ته ژباړه هم شامل ده.

خان عبدالصمد خان اڅکزی د پاکستان د تاریخ لومړی سیاسي قیدي دی

کورنۍ

د عبدالصمد خان د کورنۍ د سیاسي او دفاعي چارو لیکه د احمد شاه ابدالي د افغان سلطنت تر قیامه رسي. د هغه ستر نیکه برخوردارخان اڅکزی د احمد شاه بابا په مهمو خلکو کې شمارل کیدلو.

د احمد شاه ابدالي د ګنډا سنګه تاریخ او د محمود حسیني تاریخ احمد شاهي ترمخه چې د احمد شاه اهم کوماندان په بلخ کې ماتې وخوړله نو هلته یې برخوردارخان واستولو، ښاغلی ترین وايي:

“هغه هلته زورآور ووهل او افغان سلطنت یې سټېبلش کړو” برخودار خان په نورو مهمو معرکو کې پیاوړی شوی ؤ.

د ښاغلي اڅکزي پلار نور محمد خان اڅکزی په 1918 کې مړ شوی ؤ، دغه وخت دده عمر یواځې 13 کلونه ؤ. دده مشر ورور عبدالسلم خان اڅکزی هم سیاست دان ؤ.

د صمد خان اڅکزي وژنه

عبدالصمد خان اڅکزی په په کال 1973 کې د دسمبر په 2م په جمال الدین افغاني سړک د لاسي بمونو په حمله کې د شپې وژل شوی ؤ، دغه وخت دی د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړی ؤ. په پلارني کلي عنایت الله کاریز ګلستان کې خارو ته وسپارل شو.

عبدالصمد خان چا مړ کړی ؤ؟

شوکت ترین وايي دا معلومه نه ده خو د مرګ علت یې دده سیاسي سوچ ؤ:

“ د پښتانه د سیالۍ، د جمهوریت، او د یو کس یو ووټ دا ټول یو لوی جدوجهد تر شا پروت ؤ”. هر هغه قوت چې دا یې نه غوښتل د پښتنو شعور په وړاندې لاړ شي دی ووژلو.

شوکت ترین وايي:

“دغه د جنوبي پښتونخوا بلخصوص او د پښتون افغان وطن بلعموم یو ډېر خونړی او ډېر درد ناک چېپټر دی”.

د صمد خان په وژنه د پاکستان د پارلېمانه ترد هندوستان د لوک صبا پورې غمرازي شوې وه.

سیاسي میراث

د صمد خان په زامنو کې محمود خان اڅکزی دا وخت د پښتونخوا ملي ګوند مشر او د پاکستان د مرکزي سیاسي لیکې یو اهم لوبغاړی دی، هغه دا وخت د عمران خان د حکومت په ضد جوړ شوي تحریک پاکستان ډیموکریټیک الاینس په مخکښو کې یو دی. د پاکستان درې ځله جوړ شوی وزیزاعظم نواز شریف ورته خپل ورور وايي.

ایا په شلمه پیړۍ کې د یو سیال پښتون قام په يو ټغر د غونډولو د خوب لیدونکي صمد خان اڅکزي سیاسي وارثانو دغه خوب یو قدم په وړاندې بوولی؟

شوکت ترین وايي صمد خان په خپل وخت کې د خپل ګوند یواځې یو سیټ لرلو خو دا وخت د هغه میراث پښتونخوا ملي ګوند د هیواد یو طاقتور ګوند دی:

“په پي ډي اېم کې وګوره د محمودخان اڅکزي څومره مهم رول دی”

د شوکت ترین په خیال ددې ګوند د پاکستان په سیاست کې ډېر مهم رول دی، دې ګوند په ټول پاکستان کې لوی پلویان پیدا کړي دي، د هیواد سینیټ او قامي اسمبلیو ته یې غړي رسیدلي دي، او د صوبی حکومتونه یې جوړ کړي دي.

صمد خان اڅکزی چې په 1968 کې د کابل د سفر نه بیرته رخصتیدلو نو هلته ورته پوهان محمد ایوب خان اڅکزي د سپټمبر په 25مه خپل تاثرات داسې وړاندې کړي وو.

"وروره! هغه خلک چي پر لوړ ساحل ولاړ محض د ډوبېدونکو تماشا يې خپله محبوبه مشغله ګرځولې وي او د تماشا جوړېدو پر ځای د تماشابينۍ په تلاش کي وي، چي ګاهې يې نه په پښه اغزی تللی وي او نه پر لاري له پښې څخه اغزي کښونکي ته د همدردۍ د پاره او نه د تماشې د پاره درېدلی وي, له هغوی څخه د لوی کار کولو توقع قطعاً مه کوه، ولي چي هغه د حسېن سره يزيد خو پيدا کوي؛ مګر د فرعون سره د موسی ګاهې روادار نه وي"

(عکسونه د شوکت ترین په مننه)