د ملا عمر زوی د طالبانو د جنګي څانګې مشر وټاکل شو

امریکايي استازی زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشر مرکچي ملا برادر اخوند د سولي لوظنامه دستخط کوي

د وسله والو طالبانو تحریک باني یا بنسټګر ملا عمر زوی ملایعقوب د طالبانو د جنګي څانګې مشر ټاکل شوی او د طالبانو په مذاکراتي ډله کې نور بااثره غړي شامل کړی شوي دي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په تېرو څو کلونو کې د طالبانو په لوړو چوکیو کې دا لوی بدلونونه په داسې حال کې شوي دي چې په کابل کې د بین الافغاني مذاکراتو توقع کیږي.

ای پي وايي د طالبانو د پوځي څانګې د مشر په توګه ۳۰ کلن ملا محمد یعقوب د جنګ مېدان ته د خپل پلار په رنګ د یو داسې تن تجربابه راوړي چې زر مفاهمت نه کوي.

ای پي وايي طالب چارواکو خبري ادارې ته ویلي چې د طالبانو د رهبري شورا څلور غړي د طالبانو ۲۰ کسیزې مذاکراتي ډله کې شامل کړی شوي دي.

خبري اداره وايي د طالب چارواکو په وېنا د نویو تقرریو سرپرستي خپله د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخونزاده کړې ده او هدف یې د طالبانو په سیاسي او پوځي څانګو ګرفت مظبوطول دي.
څیړونکي د طالبانو په صفونو کې دغه بدلونونه د افغانستان سیاسي مشرانو سره د دوی ممکنه خبرو دپاره ښه ګام بولي او یوه ښه نخښه یې ګڼي چې طالبان نه یوازې مذاکراتو کې بلکې په فېبرورۍ کې د امریکې سره کړي د امن لوظنامې په اړه هم سنجیده دي.

په واشنګټن کې د یواېس انسټېټیوټ اف پېس اېڼدریو وېلډر د طالبانو دغه ګام مثبت پرمختګ بولي او وايي دې ته داسې هم کتل کېدی شي طالبان د سنجیده خبرو دپاره تیاری کوي.

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد چې د امریکې په نمایندګۍ یې د طالبانو سره د سولې لوظنامه هم لاس لیک کړې ده، ګل، دوشنبې، په ورځ یې د وویل د معاهدې د عملي کولو په لړ کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېره د ۱۲۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته راکمه کړی شوي ده او امریکايي عسکرو په افغانستان کې پنځه مرکزونه خالي کړي دي.

که یو خو خلیلزاد په افغانستان کې د تشدد په زیاتېدو تشویش څرګند کړو نو بلخوا یې وویل جې د امن معاهدې د لاس لیک کېدو وروسته د طالبانو د دتشدد دلاسه کوم امریکايي عسکر نه دی وژل شوی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د می په میاشت کې د ملامحمد یعقوب د پوځي مشر د ګمارل کېدو وروسته طالبانو د افغان امنيتي خلاف حملې زیاتې کړي دي چې ښايي طالبانو د مزاکراتو په میز د بریا په ځای کښېناستل غواړي.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د بین الاقوامي تعلقاتو څانګې استاز ډېنییل مارکي وايي په داسې حال کې چې صدر ډانلډ ټرمپ یوازې د افغانستان څخه په انخلا نظر دی طالبان ګني چې دوی باید حملې زیاتې کړي او وګوري چې نورې څومره ګټې لاس ته راوړلی شي؟

ای پي وايي د طالبانو په چوکیو د بدلونونو په لړ کې امیر خان متقي د مذاکراتي ډلې نه لېرې کړی شوی دی، د هغه لېرې کېدل په د پاکستان اثر کم کړي ځکه چې هغه پاکستان ته نژدې ګنل کیږي او کابل د اسلام اباد په اړه شکوک لري.

ای پي وايي طالب چارواکو ورته وویل د ملا یعقوب په ګمارل کېدو په رهبري شورا کې ځینې غړي خفا شوي وو خو ملا یعقوب ورسره ولیدل او د هغوی حمایت یې ترلاسه کړی شو.

رپورت وايي امید کېدلو چې د طالبانو او د افغان حکومت په شمولیت بین الافغاني مذاکرات به دا میاشت شروع شي خو د قیدیانو په تبادله د افغان حکومت او د طالبانو د اختلافاتو لا امله دغ بهیر وځنډېلو. طالب ترجمان ‌‌ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ای پي‌ ته وویل افغان حکومت دا کوښښونه کوي چې د قیدیانو په لومړني فهرست کې بدلون وکړي خو طالبان دا کوښښونه ردوي.
جرمني، ترکي، ایران، انډونېشیا، ناروی او جاپان د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب وړاندېزونه کړي دي خو ای پي وايي طالبان او افغان حکومت امکان دی چې د خبرو لومړۍ نشست په دوحا، قطر، کې وشي. طالبان په قطر کې سیاسي دفتر هم لري.

د طالبانو د مذاکراتي ډلې نویو غړو کې د طالبان مشر قاضي او د ملا هېبت الله اخونزاده خاص معاون عبدالحکیم او مولوي صادق شامل دي.