يو پلټونکي دزيارت په ورځ وئيلي دي د دوؤ لويديزو ښځينه ډاکټرانو پشمول تښتول شوي پينځه امدادي کارکوونکي په غرونو کې ساتل شوي او وسله والو دهغوي دخوشې کولو په بدل کې دپيسو غوښتنه کړې ده،
چارواکو دهغوي دراخوشې کولو لپاره تښتونکو سره خبرې اترې پيل کړي دي.
د نهې په ورځ دغه امدادي کارکونکي د افغانستان دبدخشان ولايت دفيض اباد ښار څخه هاغه مهال وتښتول شول کله چې هغوي د سيلاب ځپلو سيمو دجاج اخستو لپاره روان وؤ.
د لرې پروت ولايت يو لوړپوړي پوليس مشر سخي داد حيدري وائي پينځه واړه کارکوونکي د شهرزرگ اولسوالۍ غرونو ته بوتلل شوي دي او وسله والو هغوي دغلته ساتلي دي.
هغه وائي مونږ دهغوي ځايې موندلى او وسله والو سره په خبرو بوخت يو، خو دغه عمل تر دې مهاله کومې نتيجې ته نۀ دى رسيدلى.
دافغانستان په زياترو برخو کې جنگيالي اکثره غيرملکي وگړي تښتوي.
په 2010م کې دشپږو امريکايانو پشمول 10 بهرني روغتيائي غړي ديو بريد په مهال په بدخشان کې وژل شوي وؤ، ددغه بريد پړه په تندلارو اچول شوې وه.
حيدري وويل دامدادي غړو دتښتونې په پيښه کې ککړ کسان دتښتونو او جرمونو کوونکو ډلو سره تعلق لري، هغه وائي فکر نۀ کوي دغه وسله وال دطالبانو يا تندرويه ډلو سره تعلق لري.
پوليس چارواکو دنهې په ورځ وئيلي وؤ دغو امدادي کارکوونکو په خرونو په ياوان اولسوالۍ کې ديو کلنک څخه ليدنه کوله، چې دغلته سړک دسيلابونو او خوئيدونکو واورو له امله ړنگ شوى دى.
په افغانستان کې ميشت دنيټو ځواکونه وائي هغوي دتښتونې ددغه پيښې څخه خبر دي خو په اړه يې تفصيلات نۀ لري، دپيښې دحساسيت له امله په سيمه کې فعاله امدادي ډلو په دغه پيښه دتبصرې څخه ډډه کړې ده.
افغان چارواکي وائي تښتول شوي کارکوونکي په غرونو کې ساتل شوي
د نهې په ورځ دغه امدادي کارکونکي د افغانستان دبدخشان ولايت دفيض اباد ښار څخه هاغه مهال وتښتول شول کله چې هغوي د سيلاب ځپلو سيمو دجاج اخستو لپاره روان و