افغان، پاکستاني او انډونیشیايي عالمانو د طالبانو یا نورو ترهگرو نوم ولې نه دی اخستی؟

په بوگور کې په یوه ورځني کانفرنس کې افغان، پاکستاني او انډونیشیايي عالمانو په افغانستان او سیمه کې ترهگري او ځانمرگي بریدونه د اسلام د اصولو پرضد بللي دي خو په ترهگرۍ د تورنو ډلو د نومونو اخستلو نه یې ډډه کړې ده.

د انډونيشیا په بوگور ښار کې په دولس نکاتي اعلامیه کې په افغانستان کې په روانه جگړه کې د ځانمرگي بریدونو او د ترهگرۍ د نورو پېښو پړه منونکو ډلو – لکه د طالبانو ،داعش ،حقاني ډلې او یا د نورو تنظیمونو نومونه نه دي اخېستل شوي.

په دغه غونډه کې د پاکستان د عالمانو د پلاوي مشري د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا مشر ډاکټرقبله ایاز کوله. ډاکټر ایاز د بوگور ښار څخه د ټليفون په ليکه وي او ډیوه ته وویل د غونډې په پریکړو کې د کوم ځانگړي گوند نوم ځکه نه دی اخستل شوی چې ټولې نړۍ ته یو اجتماعي پېغام لیږل یې مرام وو، هغه وویل:

" د درې واړو ملکونو د عالمانو کوښښ دا وو چې دا غونډه د یو ځانگړي فریق رنگ وا نخلي"

ډاکټر ایاز گڼي چې د اعلاميې څلورمه ماده دافغانستان فریقینو ته ښکاره پېغام ورکوي

خو ډاکټر ایاز گڼي چې د اعلاميې څلورمه ماده دافغانستان فریقینو ته ښکاره پېغام ورکوي، هغه وايي:

"په هغې کې دا خواست شوی دی کوم چې فريقېن دي یعني افغان حکومت او طالبان (د طالبانو نوم نه دی ليکل شوی) د دويي په منځ کې براهِ راست خبرې پکار دي"

دډاکټر ایاز په خیال دا د افغانانو یوه کورنۍ مسله ده "باید دويي په خپلو کې تفاهم وکړي"

د بوگور د اعلامیې څخه دمخه په افغانستان او پاکستان کې مذهبي عالمانو ځان مرگي بریدونه او ترهگري حرام او غیر اسلامي گرځولي وو.

د روان کال د جنورۍ په ٢٩ نیټه په کابل کې افغان عالمانو فتوا ورکړې وه "انتحاري حملې د اسلام او د بشریت ضد اعمال دي"

هم د جنورۍ په ١٥ نیټه په پاکستان کې دیني علماو په اسلام اباد کې یوه فتوا جاري کړه چې د ریاست خلاف وسلواله مبارزه غیراسلامي ده "او ځانمرگي بریدونه حرام دي"

د پاکستان د عالمانو په غونډه کې ۱۸۲۹ دیني عالمانو گډون کړې وو خو په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو له خوا په زور د شریعت لپاره په وسلواله مبارزه او ځانمرگو بریدونو یې څه نه وو ويلي.

ددغو فتوو ورستو نه خو په پاکستان اونه په افغانستان کې په ترهگرو بریدونو کې څه کمی راغلی دی. د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهسې په افغانستان کې نزدې لس خونړۍ حملې شوي دي چې د ښځو، ماشومانو، خبریالانو، عسکرو او خارجیانو په گډون پکې ٢٢٢ کسان وژل شوي او تر ٥٠٠ څخه زیات ژوبل شوي دي.

افغان طالبانو د افغان عالمانو په فتوه غوړ هم نه دی گرولی او څو ورځې وړاندې یې د افغان منتخب حکومت په ضد د خندق په نوم د نوې جگړې اعلان کړی دی.

ډاکټر ایاز د بوگورد غونډې څخه دا هیله نه لري چې گني دې سره به وس ترهگر حملې بندې کړي ،خو وايي دا سولې پلو ته وړومبی گام دی :

"په یو کانفرنس خو څه نه کیږي،ددې د پاره ډېرې زیاتې هلې ځلې پکار دي"

د ډاکټر ایاز په خیال دا کانفرنس په یو داسې ملک انډونیشیا کې وشو کوم چې نه یواځې په اسلامي نړۍ کې ډېر اهمیت لري بلکې په افغان جگړه کې یو بې طرفه ملک هم گڼل کیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ډاکټر قبله ایاز سره رحمان بونیری مرکه کوي