په افغان پوځ کې مېرمنې شاملې کړې شوي دي

په افغان پوځ کې مېرمنې شاملې کړې شوي دي

د افغانستان په پوځ کې د زيارت په ورځ د 29 فارغ التحصيلو ميرمنو برخه اخستې ده چې وائي دکال 2014م څخه دبهرنيو ځواکونو لخوا افغان ځواکونو ته دامنيت دذمه واريو سپارلو وروسته به په ملي سلامتيا کې مرکزي کردار ترسره کوي.
دافغانستان صدر حامد کرزى، نيټو او امريکا غواړي دافغانستان څخه دبهرنيو پوځيانو دوتلو وروستو افغان پوليسو، پوځيانو او نورو عسکرو ته روزنه نوره هم پراخه کړي.
امريکا دوړاندې څخه وئيلي دي چې خپل پوځيان به دکال 2011م دجولا ئي دمياشتې څخه په مرحله وارې طريقې سره دافغانستان څخه خپل هيواد ته بيرته ستنوي.
د کابل په پوځي روزنيز مرکز کې دفارغ التحصيل دستورې وروسته ښځې افسرې ماريه شريفې وويل هغه وعده کوي چې دخپل هيواد خدمت به لکه دهاغو افغان وروڼو پشان کوي چې اوس مهال په پوځ کې خدمات ترسره کوي او هم له دغه امله ما په پوځ کې برخه واخسته.
د افغانستان یوځ کې برخه اخستونکي مېرمنې به دامريکا لخوا طالبانو په ضد دکال 2001ء څخه دپيل کړل شوي کارروايۍ راپديخوا دسيوا شوي ياغيتوب چقولو لپاره لمړي محاذ ته نۀ شي ليږدول کيدى.
د افغانستان دوسله والو پوځيانو او پوليسو شميره خواؤشا 300,000ؤ ته رسيږي چې د150,000 بهرنيو عسکرو سره په ګډه دتندلاريتوب په ضد جګړه کې شريک دي.