افغان چارواکي وایي راتلونکو ټاکنو کښې به ملي تذکرې کارول کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیشن د چارشنبې په ورځ په خپل یو بیان کښې ویلي چې د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې به ملي شناختي کارډونه (تذکرې) کارول کیږي.

کمیشن مخکې له دې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د پیژندگلو او رجسټر کولو لپاره یو بایومټریک سیسټم وړاندیز کړی و.

د خپلواک کمیشن دغه منصوبه د بودیجې نشتوالی له امله ناکامه شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمیشن عملیاتي مرستیاله، مېرمن وسیمه بادغیسي وویل چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې د موجود کارډونو کارولو پرېکړه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې سازمانونو سره د خبرو اترو وروسته شوې ده.

د رای ورکوونکو د رجسټرېشن پروسه به د ٢٠١٨ کال په مارچ میاشت کې شورع شي. د نفوسو د رجسټرېشن ډیپارټمنټ به لس ملیون مستحق خلکو ته د شناختي کارډونو ویشل ممکنه کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیشن ویاند، ګلجان عبدالبادي سیّد وویل: "د دې طریقې په بهیر کې به شفافیت او انصاف په پام کې نیول کیږي چې (په ټاکنو کې) د هر ډول خیانت مخه ونیول شي".

په هرصورت، څارونکي گڼي چې دا پلان به د ټولټاکنو شفافیت باندې منفی اغیزه ولري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایوي رییس، یوسف راشد وویل "دا پلان واقعاً ننګونې او ډیرې نیمګړتیاوې لري خو مونږ هیله لرو چې کمیشن به دې ته پام وکړي، او د ټاکنو کمیشن کیدلې شي چې د وخت نشتوالي له لاسه دې ته په وخت چمتو نه شي".

د ټولټاکنو د کمیشن دننه د مدیریت بحران او د رایې ورکوونکو د نوملړ نشتوالی، د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو ټولټاکنو لپاره لویه ستونزه ګڼل کیږي کوم چې د اتو میاشتو څخه کمه موده کښې کیدونکې دي.