د کابل صوفیا وايي ​​​​​​​انلاین زدکړې کوي خو کمزوری انټرنېټ يې لویه مسله ده

صوفیا وايي د کلونو راهسې جنګونو افغان مېرمنې د ستونزو سره بلد کړې دي. "زمونږ اوس هم خوبونه شته او دلاسه به يې نه ورکوو."

د جينکو په تعلیم د افغانستان د واکمنو طالبانو د پابندۍ په مهال افغان جينکۍ کور نه د انټرنېټ دلارې د تعلیم حاصلولو کوښښونه کوي خو رويټرز خبري اداره وايي کمزوری انټرنېټ يې د زدکړو په لاره کې لویه مسله ده.

رويټرز په خپل رپورټ کې د کابل ۲۲ کلنې اوسېدونکي صوفیا ذکر کړی دی، وايي د هغې په شان د جینکو شمېره مخ په زیاتېدو ده چې د کور نه انټرنېټ لارې تعلیم حاصلول غواړي.

د رويټرز رپورټ وايي کله چې صوفیا د انګلش د زدکړې دپاره د خپلې استاذي سره انلاین شوه نو دواړو د خپل خبرې د کمزوري انټرنېټ په وجه نه اورېدلې.

د صوفيې په شان بله شاګرده هم د انټرنېټ په سبب د مایوسۍ ښکار وه.

د خپل لومړي حکومت په شان طالبانو په افغانستان په دویم ځل واکمنۍ کې هم د جینکو په تعلیم، کار روزګار او د حرکت پابندۍ لګولي او هم د دې په سر د نړیوالو بندیزونو او د تنهايي سره مخامخ دي.

طالبان د مېرمنو په اړه د خپلې تګلارې دفاع کوي او وايي جینکو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

رويټرز وايي د طالبانو په مخکني حکومت او د موجوده دور کې چې کوم ډیر واصحه تبدیلي شوي هغه د انټرنېټ په پراخه کچه خپرېدل دي.

رپورټ وايي په امریکا د ۲۰۰۱ د ناین الېون د حملو نه مخکې په افغانستان کې قریباً هېڅ چا انټرنېټ ته لاس رسی نه لرلو

خو په افغانستان کې د مغربي ملکونو د شل کلنې مداخلې او نړۍ سره د ښکیلتیا په نتیجه کې ورلډ بېنک وايي د افغانستان د ابادۍ ۱۸ فیصد برخه انټرنېټ ته رسايي لري.

رویټرز وايي د طالبانو حکومت جینکو ته اجازت ورکړی چې په انفرادي توګه په کور کې انټرنېټ دلارې تعلیم حاصلولولی شي او په انټرنېټ يې لا پابندي نه ده لګولې او د د سوشل ميډیا دلارې خپل پېغامونه خپروي.

په داسې ملک کې چې رویټرز وايي ۹۷ فیصد خلک يې په غربت کې ژوند کوي جینکۍ د تعلیم حاصلولو په لړ کې د یو شمېر مسایلو سره مخامخ دي چې په کې د بجلۍ کمی، سست روه انټرنېټ او د کمپیوټر او د وای فای زیات قیمتونه هم شامل دي.

صوفیا وايي په افغانستان کې جینکو دپاره خراب انټرنېټ لویه مسله ده.

ثنا استاذه ده او په انلاین بڼه زدکړې ورکوي

هغه د رومي اکېډمي نومې انلاین طالب علمه ده. طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د اکېډمۍ شاګردانو تعداد د ۵۰ نه ۵۰۰ ته رسېدلی دی.

د رومي اکېډمۍ یو نماینده رویټرز ته وویل په سلګونو د داخلې درخواستونه ورکړی شوي دي خو د مالي وسایلو د کمي له امله نورې داخلې نه ورکولی ځکه چې استاذانو د معاشونو، انټرنېټ او د الات اخیستلو دپاره ورسره پېسې نشته.

د کابل په مغربي برخه کې اوسېدونکي سکینه نظري د هغې د یونېورسټۍ په تعلیم د بندیز وروسته کور نه زدکړې شروع کړې خو د خراب انټرنېټ په سبب په مایوسۍ کې يې دغه کوښښ پرېښودو.

د امریکې په سېیاټل ښار کې مېشته اوکله نومي کمپني چې په دنیا کې د انټرنېټ د رفتار څارنه کوي، وايي د ۱۳۷ ملکونو په فهرست کې په افغانستان کې د موبایل انټرنېټ رفتار تر ټولو کم دی او د ۱۸۰ ملکونو په فهرست کې په افغانستان کې د تار دلارې انټرنېټ رفتار په دویمه درجه کم دی.

ځينو افغانستان د امریکايي سرمایه کار او د سپېس اېکس نومې کمپنۍ مالک ایلان مسک نه غوښتلي چې د اوکراین او ایران په شان دې د سټارلېنک سیارې په زریعه افغانستان ته هم انټرنېټ ورکړي.

صوفيې وویل چې د ایلان مسک نه د مرستې غوښتنه کوي. هغې زیاته کړه دا به د افغان مېرمنو دپاره ډیره موثره خبره وي.

رویټرز وويل سپېس اېکس ورته په دې اړه څه جواب نه دی ورکړی.

یونېورسټي اف دي پيپل د امریکې یونيورسټي ده چې په انټرنېټ خلکو ته ویړیا یا مفت تعلیم ورکوي. یو او پي د مطبوعاتو د څانګي چارواکی ډېنیل کېلمېن وايي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې د ۱۵۰۰۰ نه زیاتو افغان جینکو او ښځو په یونیورسټي اف دي پيپل کې د داخلېدو درخواستونه کړي دي. هغه وویل طالب علمان هر وخت کلاسونه اخیستلی شي او کوم شاګردان چې په انټرنېټ کې د مسلو سره مخامخ کېږي استاذان ورته د اساینمنټ دپاره اضافي وخت ورکوي.

لرن افغانستان نومې امدادي اداره چې ځینې سکولونه چلولوي استازان یې د انټرنېټ دلارې سبق ښښي، وایي نصاب يې ويړیا ترلاسه کېدلی شي.

صوفیا وايي د کلونو راهسې جنګونو افغان مېرمنې د ستونزو سره بلد کړې دي. "زمونږ اوس هم خوبونه شته او دلاسه به يې نه ورکوو."

یادونه: د دې رپورټ معلومات د رويټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي