د امریکې یوې مهمې ورځپاڼې وئیلې ایران د افغان صدر حامد کرزي تر ټولو لوې مرستیال یا چیف اف سټاف ته په میلینونو ډالرې پیسې ورکړې دي.
نیویارک ټائمز ورځپاڼه خپل رپورټ کې وائې عمر داؤدزۍ ته دغه پیسې په دې مقصد ورکړی شوې دي چې د افغانستان په صدارتي ماڼۍ کې د ایران مفاداتو ته وده ورکړی شي.
د نامعلومو سرچینو د خلې نیویارک ټائمز وائې ایران غواړې چې د افغانانو او د هغوې امریکائې او نیټو مرسته کونکو ترمنځ خلا پیدا کړي.
ورځپاڼه وائې ایراني چارواکې افغان صدراتي ماڼۍ ته په اسانۍ تگ راتگ کولی شي او د هغوي د پاره د پروټوکول یا د درانوي د معمول ترتیبات هم لرې کولی شي.
نیویارک ټائمز وائې افغان وولس مشر حامد کرزي او د هغه مرستیال عمر داؤدزۍ د ایران لخوا ورکړی شوې پیسې د پارلیمان غړو، قبائیلي مشرانو او طالب مشرانو باندې په دې مقصد ویشلې دي چې د هغوې وفاداریانې ترلاسه کړی شي.
ورځپاڼې د یو نامعلومه افغان چارواکې د خلې وئیلې داؤد عمرزۍ ته ایران یو نه واخلې تر دواؤ میلینه ډالرو پورې پیسې هره میاشت ورکړې دي. او یو نامعلومه سفارتکا ویئلې په ځنې موقعو خو تر شپږ میلنه ډالرو پورې پیسې هم په یو وخت ورکړی شوې دي.
نیویارک ټائمز وائې حامد کرزي او عمر داؤدزۍ د ورځپاڼې لخوا هغوې ته د لیږلې شوؤ پوښتنو جوابونه ورکولو نه ډډه کړې. هم دغه رنگ نیویارک ټائمز وائې افغانستان کې د ایران سفیر فدا حسین مالکې هم د څه پوښتې جواب نه کړی. نیویارک ټائمز وائې د مالکې ترجمان دغه الزامات د غربي او خارجي میډیا لخوا شیطاني گپ شپ بولي دي.