افغان امن ډله به د پاکستان سفر کوي

  • ډیوه رپورټ

د امن عالي شورا د افغان صدر حامد کرزي په وینا جوړه کړی شوې ده چې طالبانو سره د وسله غورځولو او د امن د پاره خبرې اترې اوکړې

افغانستان کې د امن د پاره جوړ کړی شوې شورا غړې به هیواد کې د جوړ جاړي د روان کوششونو په لړ کې د پاکستان سفر کوي.

د امن عالي شورا غړې به د نهې په ورځ پاکستان ته رسیږي او رپورټونه وائي افغان استازي به د پاکستاني حکومت مشرانو سره خبرې اترې کوي.

پاکستاني مطبوعات وائي د ٧٠ کسیزې افغان امن شورا ١٥ غړې به د پاکستان دوره کوي او هدف يي طالبانو سره د خبرو وړاندې پاکستان سره صلاح کول دي.

طالبانو سره د خبرو اترو او افغانستان کې د امن د پاره عالي کمیشن د صدر حامد کرزي په حکم د اکتوبر په میاشت کې جوړ کړی شوی دی چې مشري يي پخوانی صدر برهان الدین کوي.

څیړونکې وائي د جوړیدو نه واخلې تردا وخت پورې کمیشن څه خاص گټې نه دې ترلاسه کړې.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر په شمول یو شمیر طالب مشرانو په حقله ویل کېږي چې پاکستان کې میشته دي خو پاکستان داسې قسم رپورټونه ردوي.

بل اړخته نیټو وئیلې د افغانستان په غربي فراح ولایت کې يي یو مهم طالب مشر نیولی دی. د نیټو د یو بیان ترمخه، طالب مشر د لټونې په کاروائې کې نیول شوی دی چې په سیمه کې په افغان او نیټو ځواکونو باندې حملو کې يي لاس لرلو. د نیول شوې طالب مشر نوم نه دی څرگند کړی شوی.