د پاکستان په سند صوبه کې د افغانستان د پخواني پاچا امير دوست محمد خان اولاد واي ژبه ترې هېره خو کلتور یې ژوندی ساتلی

د کراچۍ ښار نه شمال ختيځ ته ۵۰۰ کلوميټره لرې د شکار پور ضلعې ګړي ياسين علاقه ده، چرته چې د کوټ دراني په نوم یوه قلعه د افغانستان د پخواني پاچا امیردوست محمد خان د اولاد اغا سراج دراني کور دی. اغا سراج دراني دا وخت د سيند اسمبلۍ سپيکر دی.

دراني وي او ای ډیوه ته اوویل مشران يې د افغانستان نه سوؤنه کاله وړاندې دلته راغلي وو.

"زمونږ مشران دلته په ۱۷۷۰ کې راغلي کله چې احمدشاه ابدالي د مغلو د ژغورولو دپاره راغلی ؤ نو جمعه خان چې زمونږ د کورنۍ مشر ؤ هغه بيا دلته د شکار پور ګورنر جوړ کړی شوی ؤ"

دی وايي چې جګړې ختمې شوې جمعه خان بيا په ګړي ياسين کې ځمکې واخيستې نور ټول بیرته لاړه او هغه دلته پاتې شو، درانی زياتوي نيکه اغا شمس الدين يې بيا دلته اباد شوی او دغه کور یې جوړکړی ؤ چې تراوسه پورې يې دوی کاروي.

نوموړی وايي د خپلې کورنۍ نه د سيند اسمبلۍ درېم سپيکر جوړ شوی دی د هغه نه وړاندې د هغه پلار اغا صدر الدين په کال ۱۹۷۹ کې او د هغه نه وړاندې يې تره اغا بدرالدين د ۱۹۴۹ نه تر ۱۹۵۱ پورې د سيند اسمبلۍ سپيکر پاتې شوی ؤ.

دراني وايي که څه هم پښتو نه شي ويلی خو د پښتنو کلتور يې نه دی پرېښودی د مشرانو نخښې يې ټولې ساتلي دي.

دا چې د افغانستان سره د دراني د کورنۍ تګ راتګ د کوم وخت پورې ؤ، نوموړی وايي د ظاهرباچا پورې يې کورنۍ د افغانستان سره تګ راتګ ؤ او د هغې وروسته دغه لړۍ بيا ودرېدلې ده.

په کوټ دراني کې د پاکستان د جوړېدو نه وړاندې جوړه شوې لايبريری اوس هم موجوده ده کومه چې د اغا سراج دراني په وېنا د هغه مشر تره اغا بدرالدين جوړه کړې او په کال ۱۹۴۲ کې پوره شوې وه.

په ياده لايبریرۍ کې يوه برخه د افغانستان د تاريخ په اړه ده او دغلته اوس هم په فارسۍ ژبه ليکل شوې قلمي نسخې په سم حالت کې پرتې دي.

دراني وايي نه يواځې لايبريري بلکې د مشرانو د لاس د ښکار ټوپکې يې هم ساتلي او هغه هم په خپله د ښکار شوق کوي په پاکستان کې دننه او بهر يې تر زمري پورې د هر ځناور ښکار کړی او وايي دغه شوق يې هم ورته د مشرانو نه منتقل شوی دی.

پښتانه د تازه غوښې شوق کوي چې راوړي وريته يې کړي او هر پښتون غوښه خوړل ضروري ګڼي.

اغا سراج دراني وايي چې د دوه نيم سوه کالو جوړه دغه ودانۍ او ټولې نخښې نښانې روغې وساتي، نوموړی زياتوي د خپلو پښتنو وروڼو هغه د پښتنو روایات ژوندي ساتي کوم چې به په افغانستان کې ؤ جرګې کوي او خپلمنځي مسلې په جرګو کې کې هواروي. باقي پاتې په ځايي توګه د سيند کلتور کوي.

د ال سیندي پټان یوت په نوم دا غونډہ د سیند صوبې د شکارپور ضلعې په گړي یاسین علاقه کې راجوړہ شوې وہ، د یاد تنظیم مشر د سيند اسمبلۍ سپیکر اغا دراني وایي دا تنظیم دوہ کاله وړاندې په سیند صوبه کې د سوؤنو کالو راسې مېشته پښتنو ته د ورپېښو مسلو هوارولو دپارہ راجوړ کړی شوی دی

هغه پښتانه چې دلته يې پېژندګلو نشته او هغوي دلته د دوه سوه کلونو پورې مودې راسې اباد دي هغوی دلته زېږدلي پلار نيکه يې دلته زېږېدلي د هغو سره شناختي کارډونه شته خو اوس هم د ځينو مسلو سره مخ دي هغوی ته ويل کيږي چې هغوی بهرنيان دي نو هغه ته ځای په ځای دې پښتنو خپلې مسلې وړاندې کړې کومې چې د دوی جايزې غوښتنې وې ځکه د دغو مسلو د هوارو دپاره يې دا تنظیم جوړ کړو،

د دراني په وېنا د سنده صوبې په 29 ضلعو کې په ۲۰ ضلعو کې دا تنظيم وجود لري او په يوه ضلع کې د 40 نه تر 50 زرو پورې پښتانه اباد دي.

دا سپين ږيری غلام دستګير وايي د پېړيو راهسې په سيند کې اوسيږي، خو اوس هم ورته مسلې پېښې دي،

نوموړی وايي د سيندي پښتنو د تنظيم څخه يې يو څه تمه پېدا شوې چې دا مسلې به يې هواري کړي.

روزي خان بړيڅی وايي د سيند صوبې په ټهټه ضلع کې مېشت دي، وايي ځینې خلک په دې نه دي خوښ چې پښتانه دلته ولې مېشت دي ځکه دوی ته مسلې جوړوي،

يو بل مشر حاجي دولت خان چې په خېرپور ضلع کې مېشت دی وايي د انګرېز په زمانه کې يې مشران دلته د افغانستان څخه راغلي دي ځمکې لري کاروبارونه کوي، خپله ژبه او کلتور يې نه دی پرېښودی ځکه ورسره سم چلند نه کيږي.

اغا سراج دراني چې په سیند صوبه کې د واکمنه حکومتي ګوند پيپلز پارټۍ سره تعلق لري وايي د زرګونو پښتنو د ځمکو او شناختي کارډونو سره يې نورې ډېری مسلې د اړونده چارواکو سره شريکې کړي او هوارې کړي دي هغه وايي که د پښتنو خپلمنځني مسلې هم جوړيږي د دې تنظيم د سيوري لاندې په خپلو جرګو کې هواروي او د دغه تنظيم څخه هیڅ سياسي ګټې پورته نه کول غواړي.