د انساني حقوقو اداره وايي طالبانو ته بخښنه باید ور نه کړی شي

NASA’s Super Guppy, a wide-bodied cargo aircraft, landed at the Redstone Army Airfield near Huntsville, Alabama with a special delivery: an innovative composite rocket fuel tank, Mar. 26, 2014.

د انساني حقوقو یوې نړې والې ادارې ویلي افغانستان کې د امن او د سولي په خاطر دې طالبانو ته باید بخښنه ور نه کړی شي چې په سنگین جرائموکې ککړ دي.
نیویارک کې میشته د هیومن رائټس واچ د ایشیا چارو مشر بریډ ایډمز ویلي د افغانستان د امن عالي شورا ولې طالبانو ته معافې ورکوي په داسې صورت کې چې طالبانو د ملکي کسان په نخښه کولو پرضد د خپلو ضوابطو هم سرغړونه کړې ده.
د هیومن رائټس واچ د طرفه جاري شوې یو بیان کې بریډ ایډمز وايي د افغانستان د امن عالي شورا د انصاف تقاضي د نظره نشې غورځولی.
د هیومن رائټس واچ بیان په داسې مهال جاري شوی چې تیره هفته پاکستان د خپلو زندانونونه د طالبانو نهه غړي ازاد کړل. پاکستان دغه گام د افغانستان د امن عالي شورا مشر صلاح الدین رباني په غوښتنه اخستی چې د پاکستاني چارواکو سره يي په اسلام آباد کې خبرې اترې کړې دي.
امید څرگندیږي چې پاکستان به خپله ولکه کې د شا او خوا ٥٠ پورې طالبانو نه نور کسان هم په راتلونکو ورځو کې ازادوي. د ازاد کړی شوو طالبانو په حقله صلاح الدین رباني ویلي دا هاغه افغانان دي چې هیواد کې د امن د پاره د کار کولو ته راضي شوې دي.
هیومن رائټس واچ وايي داسې کسان چې جنگي جرمونو یا د انسانیت خلاف جنائتونو کې او یا نورو سنگینو بې قانونیو کې ککړ دي هغوي ته عفوه ورکول د نړي والو قوانینو خلاف ورزي ده.
خو د حکومت د طرفه ټاکلی شوې د افغانستان د امن عالي شورا یو غړی وايي مخالفینو سره خبرې اترې هغوې په سیاسي عمل کې د شاملولو د پاره کولی شي. مولوي محد شفعې نورستاني ویلې د سولي د پاره خبرې اترې دا معنا نه لري چې مجرم سړی به هم معاف کولی شي.
د مولوي نورستاني افغانستان کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال کمال سادات مرکه کړې تاسو يي دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

Afghan Peace Council Comments