د عرب اماراتو خارجه وزارت ویلي د افغانستان صدر اشرف غني یو ای ايي ته رسېدلی دی.
وزارت وویل اماراتو ښاغلي غني او د هغه کورنۍ ته د انساني خواخوږۍ په بنیاد هرکلی وېلی دی.
اشرف غني ویلي په هېواد کې د خونرېزۍ د مخنیوي په خاطر د افغانستان نه وتلی دی.
په جدا بیان کې د يو ای ايي خارجه وزارت وویل په افغانستان کې حالاتو ته غور کتنه کوي او خواهش لري چې هلته زر امن او امان پرځای شي.
UAE expresses hope for stability in Afghanistan.https://t.co/8Myok1R9Pt
— وزارة الخارجية والتعاون الدولي (@MoFAICUAE) August 17, 2021
وزارت وویل امید دی چې افغان ډلې به امنیت، ثبات او پرمختګ ترلاسه کولو دپاره هر ممکن کوښښ وکړي او د افغان ولس ارزوګانې به پوره کړي.
متحده عرب امارات، پاکستان او سعودي عرب هغه درې هېوادونه وو چې د ۱۹۹۰ په لسیزه کې یې په افغانستان د طالبانو واکمني په رسمي ډول منلي وه.