افغان تحقیقاتي ډله پاکستان ته رسیدلي ده

امن د عالي شورا د مشر په توگه برهان الدین د پاکستان سفر هم کړی وو. تصویر کې رباني د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گیلاني سره ناست لیدل کیږي

د افغانستان د پخواني صدر او د حکومت د امن د شورا مشر استاز برهان الدین رباني د وژنې د تحقیقاتو د پاره د لوړ رتبه افغان چارواکو یوه ډله پاکستان ته رسیدلې ده.

د پاکستان سرښار اسلام آباد کښې سفارتکارانو وائس اف امریکا ته وئیلې د افغانستان نهه کسیزه ډله به پاکستان کښې دوه ورځې تیروي او د برهان الدین رباني د وژنې په حقله افغانستان کې شوې تحقیقاتو نتائج به د پاکستاني چارواکو سره شریکوي.

افغان ډله کې د دفاع او د کورنو چارو د وزارتونو چارواکې شامل دي

رباني افغان صدر حامد کرزۍ طالبانو او د حکومت نورو مخالفینو سره د خبرو اترو د پاره د امن د عالي شورا مشر ټاکلی وو خو د سپټمبر د میاشت په ٢٠ مه نیټه هغه په خپل کور کښې په یوه ځانمرگي حمله کې اووژلی شو. په هغه حمله یو داسې کس کړې وه چې ځان يي د طالبانو د استازي په توگه معارفي کړې وو. حمله کونکې چاؤدیدونکې مواد په خپل پټکې یا دستار کښې پټ کړې وو.

افغان چارواکې وائي په رباني د حملې منصوبه سازي په پاکستان کښې شوې وه ځانمرگه حمله کونکی هم پاکستاني شهري وو. د افغانستان د استخباراتو ادارې وئیلي په دې لړې کې شواهد يي پاکستان ته ورکړې دي خو افغان چارواکې زیاتوي پاکستان د تحقیقاتو په لړ کښې ورسره مرسته نه کوي.

پاکستان د رباني په وژنه کښې د لاس لرلو الزامات ردوي.

د گل په ورځ افغان صدراتي ترجمان ایمل فیضي کابل کې خبرنگارانو ته وئیلې وو ترکې کښې د افغانستان، پاکستان او د ترکي د مشرانو د لیده کاته ورستو پاکستان افغانستان ته اجازه ورکړه چې افغان تحقیقاتي ډله دې د پاکستان سفر اوکي.