د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي د ملگرو ملتونو د قانون ترمخه کوم ملک نه شي کولی چې د يو اېن اېچ سي ار رجسټرډ کډوال د هغويي د مرضۍ خلاف په زور د ملک نه اوباسي.
د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې سر ښار پېښور کې په سکول د خونړي بريد وروستو چې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان او د خېبرپښتونخوا صوبائي حکومت غوښتنه کړې وه چې افغان کډوال دې بيرته خپل ملک ته ستانه کړی شي. يو اېن اېچ سي ار وايي په دغې اړه يي د پاکستان حکومت سره خبره کړې ده .
د يو اېن اېچ سي ار ترمخه د پاکستان د سېفران وزير عبدالقادر بلوچ او د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په گډه دا خبره په ډاگه کړې ، چې رجسټرډ کډوال به د هغويي د مرضۍ خلاف بيرته نه لېږل کيږي . او د سېفران وزير وئيلي د پېښور په سکول بريد کې ورته د افغان کډوالو د ککړتوب کوم ثبوت نه دی مېلاؤ شوی .
د يو اېن اېچ سي ار ترمخه پاکستان کې د کډوالو دپاره کوم جامع قانون نشته ، خو په کال ۱۹۷۶کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه يو نوټيفيکېشن جاري کړی ؤ . او بيا په کال ۲۰۰۱ کې جاري کړی شوي يو حکمنامه کې وئيل شوي چې چا سره پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني سند نه وي ، نو د هغويي په ضد به د فارن اېکټ په ضد قانوني کاروايي کولی شي .
د يو اېن اېچ سي ار د شمېرې ترمخه پاکستان کې دا وخت ۱۵ لکه افغان رجسټرډ کډوال مېشت دي چې پکې ۳۷ فيصده د کډوالو په کېمپونو او ۶۳ د کېمپونو نه بهر دي . او د پاکستان لخوا وئيل کيږي چې په غېرقانونه توگه لس لکه نورافغان کډوال دلته مېشت دي خو د دغې شمېرې کره ثبوت چا سره هم نشته .
پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار چارواکي وايي ، پېښور کې په سکول د بريد وروستو په مختلفو علاقو کې افغان کډوال نيول شوي ، خو اداره وايي که چرته رجسټرډ کډوال ونيول شي ، او هغويي کوم جرم نه وي کړی نو ادارې سره دې تماس کوي ، اداره به يي ويړيا قانوني مرسته کوي .
د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې يواېن اېچ سي ارد پاکستان وياندې دُنيا اسلم خان سره د وائس اف امريکا ډيوه ريډيو خبريال فضل عزيز پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه مرکه کړې ، دلته يي اوریدی شۍ:
Your browser doesn’t support HTML5
پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياندې دُنيا اسلم خان سره مرکه