په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملي مرستو کمېشن وايي، دوی لږ تر لږه 60 داسې پېښې ثبت کړي دي چې پکې ايراني چارواکي افغانان په غېر قانوني توګه نيسي او په بندي خانو کې اچوي.
کمېشن زياتوي لس دغسې پېښې يې رېکارډ کړي دي چې پکې د افغانانو سره زور زياتی او تشدد کېږي او وايي د روان کال د اپرېل د لومړۍ نېټې نه تر 30 م جون پورې په ايران کې پناه اخيستونکي پخواني افغان عسکرو نه پينځه وژل شوي.
پخوانی افغان پوليس افسر امين الله رنجبر وايي په کال 2021م کې د اګست په مياشت کې چې کله طالبانو شمالي ښار مزار شريف ونيوه نو دوی سره يواځې دا لاره وه چې د خپلې کورنۍ سره ايران ته لاړ شي.
رنجبر په ايران کې له تېرو دريو کلونو رهسې بغېر د قانوني اسنادو ژوند کوي او وايي ژوند يې هلته په خطر کې دی او هر وخت د شړلو دخطر سره هم مخ وي:
"مونږه پوهېږو چې په افغانستان کې واکمنو د تېر حکومت يو شمېر د امنيتي ادارو کارکونکي وژلي دي".
د افغانستان نه د طالبانو د واکمنۍ وروسته په زرګونو د تېر حکومت سره کارکوونکي افغان عسکر ايران ته تښتېدلي دي.
د طالبانو حکومت په وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د هغه هېواد د امنیتي چارواکو پر چلند ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده او له تهرانه یې غوښتي چې له افغانانو سره د وروستي ناوړه چلند ذمه واره کسان ونیسي او نور د داسې پېښو اجازه ور نه کړي.
ملګرو ملتونو معلومه کړې ده چې د طالبانو د نيولو وروسته د اګست 2021م نه تر 2023م پورې په ايران کې د مېشت افغانان سره 800 بشري سرغړونې شوي او 218 د عدالت د پېشۍ بغېر وژنې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي آر وايي د طالبانو په واک کې د راتلو پس اندازََ يو ميليون افغانان ايران ته تښتېدلي دي
د کډوالو د ادارې ترمخه په ايران کې 45 لکه افغانان مېشت دي چې يواځې اوه نيم لکه پکې د کډوالو په هېڅ د حکومت سره درج دي.
د پخواني عسکر امين الله رنجبر په څېر په ايران کې مېشت اکثره افغانان هم دغه اندېښنې لري
شاه محمود له تېرو پينځه کلونو رهسې په ايران کې مزدوري کوي، وي او اې ته يې ويلي افغانستان د طالبانو په لاسو کې د ورتللو په ايران کې د وړاندې نه مېشت افغانانو سره د ايراني چارواکو په رويه کې منفي بدلون راغلی:
"په تېرو دريو کالو کې په ايران کې د مېشت افغانانو سره زور زياتی او د هغوي د نيولو او په زوره د شړلو په پېښو کې ډېر زياتوالی راغلی، په ايران کې د افغانانو د پاره ژوند ګران شوی خو مجبوري ده په افغانستان کې هم زمونږه د پاره هېڅ نشته".
شاه محمود وايي په ډېره ويره کې ژوند کوي، "زه کار له ځم او بيا نېغ خپلې دېرې ته راځم، زه ويرېږم بلخوا نه شم تللی".
په ناروې کې د بشري حقونو غېر سرکاري تنظيم هېنګاو د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل تازه رپوټ کې ويلي په افغانستان کې په حکومتي او هم په اولسي کچه د افغانانو په ضد کرکه زياته شوې دي.
ايراني چارواکو ويلي هغه بهر ملکي وګړي چې قانوني اسناد نه لري دې د روان کال تر اخېره د ايران نه ووځي.
د مۍ په مياشت کې د ايران حکومت ويلي د ملک نه يې قابون 13 لکه غېر ملکيان ويستلي چې اکثريت پکې د افغانانو وو، خو افغان کډوالو شاه محمود هيله من دی چې د ايران نوی صدر مسعود پزېشکيان به د کډوالو په اړه خپله پاليسي نرمه کړي.
په ايران کې د افغانستان پخواني سفير عبدالغفور لېوال وي او اې ته ويلي داسې نه ښکاري چې د افغانستان او افغانانو په اړه به د ايران د نوي حکومت پاليسيو کې کوم بدلون راشي:
"په عامه توګه دا دايران پاليسي ده چې د قانوني اسنادو بغېر افغانان به د ايران نه وباسي، زما نه دی خيال چې په دغې کې به بدلون راشي ځکه چې د ايران واک اختيار د اولسي حکومت په لاسو کې نه دی".
څيړونکي وايي ايران د طالبانو سره نزدې اړيکې لري او په کال 2023م کې يې طالبانو ته په تهران کې سفارتخانه هم ورکړې خو د مېډل ايسټ انسټيټوټ څيړونکې فاطمه امان وايي د طالبانو سره د ايران اړيکې د امنيتي اندېښنو په اساس دي:
"سږ کال هم په ايران کې ترهګر بريدونه شوي ترهګر ايران ته په پټه ورننوتلی شي، تر څو چې د افغانستان سره ګده پوله خوندي نه وي دغسې بریدونه بيا هم کېدلی شي".
د جنورۍ په مياشت کې د ايران په کرمان ښار کې غبرګې بمي چاودنې شوې وې چې ۹۵ کسان يې وژلي وو او ايراني چارواکو معلومه کړې وه چې په افغانستان کې مېشت د داعش خراسان ډله پکې ککړه وه.
مېرمن امان زياتوي د افغانستان نه د کډوالو بهير د ايران د پاره يو لوي چېلنج دی.
( دا د افغان سروس خبر دی چې مینا باریک او رویا رحماني انګرېزي ته کړی او ډيوه ژباړلی)