په پاکستان کې ۱،۳۸ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي

په پاکستان کې د صفران وزیر عبدالقادر بلوچ د دوشنبې په ورځ د پاکستان ملي شورا ته وویل چې دا مهال په پاکستان کې ۱.۳۸ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

نوموړي ملي اسامبلۍ ته وویل تر ټولو زیات افغان کډوال په پېښور، نوشیره، کوهاټ، هریپور، سوابۍ، کویټه، پشین، چاغی، لورلایي، راولپینډۍ، چکوالو اټک، میانوالې، مالیر د کراچۍ ښار په ختېځې او لویدیځې برخو کې اوسیږي.

وزیر زیاته کړه چې ددې ترڅنګ تقریبا اوه لکه نور افغان په پاکستان کې بې اسناده اوسیږي.

عبدالقادر بلوچ دا هم وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د راجستر کولو لړۍ په خپله خوښه ترسره شوې.

هغه زیاته کړه، د ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ۴.۳ میلیونو زیات افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شویدي.