د افغانستان د طالبانو حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په ځینو طالب مشرانو د امریکې نوي پابندۍ د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقاتو ته د ودې ورکولو مخه نیسي.
د امریکايي اقدام په اړه د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې وویل داسې ډول فېصلې په دوه اړخيزو تعلقاتو منفي اثر غورځوي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزیر اېنتني بلېنکن د نهې، سه شنبې، پهورځ نتونيو بلينکن په ټويټر وویل امریکا د هغه چا خلاف د بندېزونه لګوي چې په افغانستان کې د ښځو په ځورلو کې لاس لري. "مونږ په طالبانواو نورو فشار دوامداره ساتو چې د ښځو او جينکو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو، بنيادي ازادۍ او د تعليم حقونو ته درناوی ولري."
The U.S. is taking action to sanction those involved in repressing women and girls in Afghanistan. We continue to press the Taliban and others to respect the human rights and fundamental freedoms—including the right to education—of all Afghans, including women and girls.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) October 11, 2022
د طالبانو د خارجه وزارت بیان وویل د دوه اړخیزه مسلې دې د سفارتکارۍ دلارې حل کړی شي او د داسې فېصلو نه دې ډډه وکړی شي چې د افغانستان او د امریکې به مفاد کې نه وي.
د طالبانو خارجه وزارت وویل په طالب مشرانو د بندیزونو په اړه امریکې دغه فېصله په داسې حال کې کړې ده تېره هفته امریکايي او طالب چارواکو په قطر کې په قریباً ټولو اهمو مسلو خبرې وکړې.
بلېنکن وویل د بندیزونو ښکار طالب مشرانو په نژدیو خپلوانو هم پابندۍ لګول کېزي. هغه د نورو حکومتونو نه هم غوښتنه وکړه چې د طالبانو په ضد دې د امریکې په څېر ګامونه پورته کړي.
بلېنکن وویل د تېر یو کال نه د زیات وخت راهسې دا سخت حقیقت لیدل کېږي چې افغانستان د دنیا یوازنی ملک دي چې د شپږم جماعت نه بره جینکۍ په منظم ډول سکول ته د تګ نه منع کړی شوي دي.
هغه وویل د افغانانو د حقونو د تحفظ د لوظونو برعکس د طالبانو د تګلارو او فېصلو په نتیجه کې افغان مېرمنې د تعلیم، کاروزګار او په سماجي ژوند کې د برخه اخیستلو نه منع کړی شوي دي.
طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي او وايي دا د افغان ثقافت او د اسلامي تعلیماتو سره سمون خوري. د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والي او د طالبانو د حکومت په مهال د انساني حقونو په خلاف ورزۍ تقنید طالبان د مغربي مطبوعاتو پروپګېنډه بلي.