د افغان طالبانو مشر ملا هیبت الله د وړوکي اختر په مهال په خپل یو پېغام کې د امریکا نه غوښتلي، د افغانستان د سولې پروسه کې پېدا شوي ځنډ ختمولو لپاره دې د دوي (طالبانو) معقول تجویزونه وومني.
ملا هیبت الله اخونزاده په خپل کلیز پېغام کې دغه غږ په داسې مهال کړې چې د روژې میاشت را په دیخوا د امریکا او طالبانو خبرې اترې ځنډیدلي. خو روانه اونۍ په روس کې د افغان سیاسي مشرانو او طالب استازو تر منځ خبرې اترې شوي.
ملا هیبت الله اخونزاده په خپل پیغام کې ویلي چې طالبان د خپلې پرامنه پالیسۍ تر مخه امریکا ته بلنه ورکوي چې د دلیل او پوهې پالیسي یا تګلاره خپله کړي، او د سولې خبرو اترو کې د یو مخلص برخه لرونکي په هیڅ دې د طالبانو د سولې وړاندیز ومني. چې د سولې خبرې اترې وړاندې لاړې شي.
خو واشنګټن وايي د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی ډله چې مشري يې ښاغلی زلمی خلیلزاد کوي، د طالبانو سره په یوه لومړۍ معاهده رضا شوي چې خارجي عسکر به څنګه د افغانستان نه وځي او د دغې په بدل کې به طالبان د دې خبرې ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به نړیوالو ترهګرو ډلو ته د امریکا یا بل کوم یو هیواد پرضد کارولو ته نه پریږدي.
خو ښاغلي خلیلزاد دا هم زیاته کړې وه چې په اخیرۍ لوظنامه کې به یواځې د خارجي عسکرو د وتلو نه، په افغانستان کې د ډزبندۍ، او د افغان حکومت سره په بین الافغاني خبرو اترو کې د طالبانو کېناستل هم شامل وي چې د افغانستان راونه جګړه پاې ته ورسي.
د افغان طالبانو د مشر دې نوي پېغام ته تر اوسه د امریکا لخوا څه غبرګونه نه دی ښودل شوی. خو په خپل دغه پېغام کې ملا هیبت الله د کابل په حکومت تور لګولی چې د طالبانو لخوا د افغانستان سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې د غړو سره د سولې د خبرو اترو هڅې ناکامول غواړي.
د بین الافغاني خبرو اترو تازه دور چې پکې افغان طالبانو هم ګډون کړی وو د روانې اونۍ په پېل کې په ماسکو کې ترسره شوی وو. خو دغه غونډې هم څه ګټه وره نتیجه نه ده ورکړې او نه هم د تیر کال په شان افغان طالبانو د وړوکي اختر په مهال د ډزبندۍ څه اعلان کړی.
امریکايي او افغان چارواکي په دې خبره زور ورکوي چې د افغانستان د سولې خبرې اترې دې د هیواد د موجوده اېين (اساسی قانون) لاندې ترسره شي چې د افغانستان د تیرو ۱۷ کالو لاس ته راوړنې پرځاې پاتې شي.
د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه د امریکايي پوځ تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي چې پکې د یونیم لکو نه سېوا خلک وژل شوي او امریکا هر کال په دغه جګړه یو ټریلین ډالر مصرف کوي. دا مهال د افغانستان ۴۰۷ اولسوالیو کې تر نیمو زیاتې یا خو د طالبانو په کنټرول کې دي او یا يې د اثر لاندې دي. د افغانستان جګړه کې هره ورځ عامو افغانانو او افغان امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله هم رسي.
تیر کال د افغانستان صدر اشرف غني په ډاګه کړې وه چې په کال ۲۰۱۴م کې د حکومت ترلاسه کولو وروسته يې ۴۵۰۰۰ حکومتي عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی. د ملګري ملتونو ترمخه د افغانستان په جګړه کې د عامو افغانانو د مرګ ژوبلې کچه هم تر بل هر وخته سېوا شوې.