امریکا به د افغانستان په حقله تگ لاره دا هفته واضحه کوي

  • ډیوه رپورټ

Soldiers and medical workers check the bodies of police officers killed on a highway in Rafah city, about 350 kilometers northeast of Cairo, August 19, 2013.

د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکې خصوصي استازې رچرډ هالبروک وئیلې امریکا به د افغانستان نه دځواکونو د انتقال د پاره تفصیلې تگ لاره په دې هفته کې د نیټو د سر مشرانو په غونډه کې په لزبن کې وړاندې کوي.

د فرانس د خبرې ادارې ای ایف پي د رپورټ تر مخه، هالبروک وئیلې چې د پرتگال په سرښار لزبن کې غونډه به د افغانستان په حقله د امریکې په تگ لاره کې یو مهم پړاؤ وي.

هالبروک وئیلې افغانستان کې د امریکې جنگې مشن به د کال ٢٠١۴ پورې نه ختمول کیږي او د افغانستان نه د امریکې ځواکونو ستیندل به د راتلونکې کال د جولائې په میاشت کې شورو کولی شي.

هم په دې مهال د امریکې یوې مهمې ورځپاڼي د افغان صدر حامد کرزي او په افغانستان کې د امریکائې او نیټو عسکرو مشر په منځ کې د اختلافاتو خبر رپورټ کړی دی.

واشنگټن پوسټ وائې ورځپاڼې سره مرکه د حامد کرزي په څرگندونو باندې امریکائې پوځي چارواکې جنرل ډیوډ پیټرئیس حیرانیته او مایوسي څرگنده کړې ده.

واشنگټن پوسټ وائي مرکه کې حامد کرزي ویئلې غواړې امریکا په افغانستان کې په نظر راتلل او د شپې د وخت عملیات کم کړې. د ورځپاڼې ترمخه، حامد کرزي ویئلې د شپې د وخت د عملیاتو په وجه افغانانو کې قهر راپورته کیږي او دوې طالبانو کې شاملیدو ته هسه وي.

ورځپاڼه وائې د اتوار په ورځ افغان چارواکو سره لیده کاته کې پیټرئیس داسې فرضي حوالې څرگندې کړې دې چې د حامد کرزي خیالاتو په وجه به نور عملیات جاري او نه ساتلی شي.

واشنگټن پوسټ وائې کابل کې ورته یو خارجې سفارتکار وئیلې د حامد کرزي وینا نه یواځې د پیټریئس بلکه د نړې والې ټولنې کوششونه کمزورې کوي.

او واشنگټن پوسټ د یو افغان چارواکې د خلې وئیلې دا خبره به غلطه وي که چرې د حامد کرزي وینا ته په دې نظر ووکتلی شي چې گوندې هغه په جنرل پیټرئیس باندې نا باووري څرگنده کړې ده.