په افغانستان کې د فعاله تندروه جنگيالو لۀ لوري داغل شوؤ دوؤ راکټو کې دامريکا د گډو ځواکونو د مشر جنرال مارټن ډيمپسي الوتکه سرسري زيانمنه شوې ده.
د ناټو د وياند لۀ مخې دامريکايي جنرال په الوتکه دغه بريد د گل په شپه ناوخته هغه مهال شوى دى کله چې دغه الوتکه د بگرام په ائيربيس ولاړه وه.
په الوتکه کې دبريد په مهال هيڅوک نۀ وؤ ناستي ځکه پکې څه ځاني زيان نۀ دى شوى .
دناټو وياند وايي د بريد په وخت جنرال ډيمپسي خپله خونه کې ؤ اؤ هغه بيخي خوندي پاتې شوى دى.
وياند دا هم وايي چې الوتکې ته د اوښتي زيان لۀ امله جنرال ډيمپسي په يوه بله الوتکه کې د افغانستان څخه روان شوى دى.
وياند د راکټ په دغه بريد کې د امريکايي جنرال الوتکې ته زيان اوښتل د تندلارو خوشبختي وگڼله.
دناټو وياند زياتوي چې وسله وال جنگيالي په افغانستان کې دبګرام هوايي ډګر ته نژدې نه شي تللى ترڅو له نژدې نه هدفونه په نخښه کړي، خو وايي وسله وال له لرې ځایونو کله نا کله دغه رقم راکټي بريدونه کوي.
په افغانستان کې په مقاومت د بوختو طالب ياغيانو وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد پړه په غاړه اخستې اؤ بيلابيلو خبري ادارو ته يې ويلي دي چې طالبانو دغه بريد د باوري معلوماتو په اساس کړى دى چې پکې يوائتلافي ځواکونو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې ده خو ازادو سرچينو د طالب ياغيانو ددغه ادعا تصدیق نۀ دى کړى.
بايد په ډاگه وي چې جنرال ډيمپسي اؤ دامريکايي پوځ د مرکزي کماني مشر جنرال جيمز ميټس د ناټو اؤ افغان چارواکو سره خبرو اترو دپاره د گل په ورځ کابل ته رسيدلي وؤ.