افغانستان کې بمي چاؤدنه، ۴ کسان مړه

  • ډیوه رپورټ

افغانستان کې بمي چاؤدنه، ۴ کسان مړه

مشرقي افغانستان کې د پوځي مرکز سره نزدې بازار کې بمي چاؤدنه شوې ده، په نتیجه کې دوه د نیټو عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوې دي.

چارواکې وائې د اتوار په ورځ په گردیز کې شوې چاؤدنه کې ١٨ نور کسان زخمیان شوې هم دي.

په چاودنه کې وژل شوې د نیټو عسکرو د قامیت په حقله څه نه دي ویل شوې خو سیمه کې پرځائې زیاتره خارجې ځواکونه د امریکې سره تعلق لري.

طالبانو د حملې پړه په غاړه اخستې ده.

هم د اتوار په ورځ په جنوبي افغانستان کې د یاغیانو حمله کې د نیټو عسکر وژل شوی دی.

نیټو او افغان ځواکونو ویئلې په گردیز ولایت کې يي د طالبانو یو مهم مشر وژلی او بل يي نیولی دی. او په پکتیکا ولایت کې د طالبانو یو بل مشر د خالي په ورځ نیول شوی دی.