د افغانستان سرښار کابل کې دواؤ ځانمرگي حمله کونکو د عسکرو په بس ډزې کړې دې، په نتیجه کې يي پنځه افغان عسکر وژل شوې او نهه نور زخمیان شوې دي.
چارواکې وائې یو ځانمرگې حمله کونکې د ځان پورې تړلی بم خلاص کړو اوددې وړاندې چې بل حمله کونکی هم د ځان پورې تړلي چاؤدیدونکې مواد خلاص کړې هغه په ډزو وژلی شو.
طالبانو کابل کې د حملې پړه په غاړه اخستې. کابل د تیرو څو میاشتو راهسې پرامنه پاتې شوی ؤ.
د افغانستان په شمالې کندوز ولایت کې څلور ځانمرگي حمله کونکو د پوځ د بهرتۍ په مرکز باندې برید کړی او لږ تر لږه درې عسکر يي وژلې او یوشمیر نوريي زخمیان کړې دي.
چارواکې وائې په څلورو کې دوه حمله کونکې وژل شوې دي خو د دواؤ نورو حمله کونکو په حقله څه نه دي ویل شوې چې په هغوې څه شوې دي.
طالبانو په کندوز کې د حملې ذمه وارې هم په غاړه اخستې ده.
بل اړخته، نیټو وئیلې په جنوبي افغانستان کې يي یو عسکر د سړک په غاړه بمي برید کی وژل شوی دی. او هم په جنوبي افغانستان کې د ملکې تنانو موټر سره نزدې د سړک په خوا بم خلاصیدو په وجه د موټر ډرائیور وژل شوی او څلور ماشومان زخمیان شوې دي.