جنوبي افغانستان کې ځانمرگي برید، ٣ کسان مړه

  • ډیوه رپورټ

قندهار کې ځانمرگي برېد په داسې وخت کې شوی چې د امریکې وال سټریټ جرنل ورځپاڼی خپل یو رپورټ کې وئیلې ملگرو ملتوه گڼی چې افغانستان کې د امنیته وضعه خرابه شوې ده

د افغانستان په جنوبي قندهار ښار کې موټرې بمې چاؤدنه شوې ده، په نتیجه کې يي درې کسان مړه شوې او لږ تر لږه ٢٦ زخمیان شوې دي.

پولیس وائې د قندهار په مرکز کې د گل په ورځ ځانمرگي برید د یو بینک نه بهر هاغه مهال شوی دی کله چې پولیس چارواکو خپله خپله تنخواه اخستله.

چاؤدنه کې یو پولیس او یو ملکې تن وژل شوی دی. د نیټو چارواکو وئیلې چاؤدنه کې شپږ ملکي تنان او اته افغان عسکر هم زخمیان شوې دي.

صدر حامد کرزي قندهار کې د برید غندنه کړې ده.

د برید چا په سملاسي توگه ذمه واري په غاړه نه ده اخستې.