د افغان پولیسو په وردۍ کې یو کس په شمالي افغانستان کې دوه امریکائی عسکر وژلې دي او بل اړخته افغانستان کې د قران پاک سوزولو خلاف په څلورمه ورځ هم احتجاجونه شوې دي.
نیټو وئیلې د گل په ورځ په فاریاب ولایت کې په عسکرو د ډزو ورستو حمله کونکی په تښتیدو کې کامیاب شوی دی. حمله په داسې وخت کې شوې ده چې امریکائي عسکر د یو ځائي کمانډر سره لیده کاته کې مصروف وو. نیټو وئیلې د پیښې تحقیقات يي شورو کړې دي.
دا نه ده معلومه چې حمله کونکی د افغان امنیتي عسکرو غړی وو چې په خپلو غربي همکارانو راتاؤ شوی وو او که یو مخبر وو. افغانستان کې د دواړو مثالونه موندلی شوې دي.
په عین حال کې د افغانستان ختیز ولایت لغمان په مرکزي ښار مهترلام کې امریکا کې د قران پاک سوزولو خلاف مظاهره شوې ده. مهترلام کې مظاهره د عیسائي پادری د لاسه د قران پاک سوزولو خلاف افغانستان کې د احتجاجونو د لړۍ څلورمه ورځ وه.
مهترلام کې د پولیسو او کاڼې ورونکو مظاهره چیانو په منځ کې نخښتې هم شوې دي خو د چا د زخمي کیدو څه رپورټ نه دی راغلی.
افغانستان کې د جمعې د ورځ راهسې د احتجاجونو لړۍ شورو شوې ده. چارواکې وائي مظاهرو کې لږ تر لږه ١٩ کسان وژل شوې او د ١٠٠ نه زیات کسان زخمیان شوې دي. ترټولو خونړۍ مظاهره په شمالي مزارشریف ښار کې شوې ده چې پکښې د ملگرو ملتونو اوه خارجي کارکونکې وژل شوې دي.
او د صدر حامد کرزۍ ترجمان وحید عمر د گل په ورځ وئیلې مزار شریف او قندهار کې د اړې گړې تحقیقاتو د پاره يي دوه ډلې ټاکلې دي.