افغان طالبانو د جینکو د طب په تعلیم پابندي ولګوله

د انساني حقونو فعالانو او غېر ملکي سفارتکارانو د جینکو د طب په تعلیم د طالبانو د بندیز غندنه وکړه او ويې وېل دا به په مېلینونو ښځې د صحت د خېرښېګړې د بنیادي سهولتونو نه محرومه کړي په داسې حال کې چې طالبانو سړي ډاکټران ښځو د علاج نه منع کړي دي

رپورټونه وايي د افغانستان واکمنو طالبانو د طب سکولونه منع کړي چې جینکو ته دې داخله نه ورکوي، او دا ډول افغان مېرمنې د اعلا تعلیم د اخېرۍ موقعې نه هم محرومه شوې. د انساني حقونو فعالانو او غېر ملکي سفارتکارانو د طالبانو د اقدام غندنه وکړه.

طالب چارواکو وي او ای ته وویل د طب په څانګه کې د جینکو په تعلیم د پابندۍ په اړه د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده فتوه جاري کړې وه چې د نهې، سه شنبې، په ورځ عملي کړی شوه.

د دې نه یوه ورځ مخکې په کابل کې د طب کالجونو د مشرانو غونډې ته د اخونزاده فرمان وړاندې کړی شو. په دې اړه معلومات چارواکو او د غونډې ګډون والو وي او ای ته د نوم نه څرګندولو په شرط ورکړل.

طالب چارواکو د مبینه بندیز او یا په کابل کې د ګل، دوشنبې، د ورځې غونډې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د انساني حقونو فعالانو او غېر ملکي سفارتکارانو د جینکو د طب په تعلیم د طالبانو د بندیز غندنه وکړه او ويې وېل دا به په مېلینونو ښځې د صحت د خېرښېګړې د بنیادي سهولتونو نه محرومه کړي په داسې حال کې چې طالبانو سړي ډاکټران ښځو د علاج نه منع کړي دي.

په کابل کې د برطانيې ناظم الامور رابرټ ډېکسن په اېکس خپل پېغام کې وویل په دې رپورټونو تشویش لري چې طالبان به ښځې د طب د تعلیم نه محرومه کړي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

هغه وویل دا د ښځو د تعلیم د حق بله خلاف ورزي ده او د صحت سهولتونو د ښځو او ماشومانو لاس رسی به نور هم محدود کړي.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې طالبانو د جینکو د یونیورسټۍ او په ثانوي تعلیم پابندي لګولې ده. ښځې د صحت، امیګرېشن او د پولیس نه علاوه په نورو مدونو کې کار نه شي کولی.

طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلام او د افغان دود دستور سره سمون خوري.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په سوشل میډیا وډیوز کې لیدل کېږي چې افغان جینکۍ د طب په تعلیمي ادارو کې د دوی په داخله په بندیز خفګان څرګندوي.

په یو وډیو کې د جینکو زدکوونکو یوه ډله طالب چارواکو ته وايي چې دوی ته زهر ورکړي چې په امن کې يې ژوندونه ختم شي.

وي او ای دپاره ممکنه نه وه چې د دغه وډیوز تصدیق وکړی شي.

د انساني حقونو تنظیم افغانستان وېمن اېنډ چېلډرن سټرګتن وېلفیر ارګنایزېشن وویل د طالبان دا فېصله به بې شماره جینکۍ د طب په برخه کې د زدکړو نه محرومه کړي. ادارې وویل دا هغه څانګه ده چې جینکو په کې په تاریخي توګه اهم کردار ادا کړی دی او په خصوصي توګه يې ښځو او ماشومانو ته د صحت سهولتونه ورکړي دي.