افغان مېرمنو او نړیوالو ملاتړ کوونکو يې غوښتنه کړې چې د افغانستان د مستقبل په اړه خبرو اترو کې دې د هېواد ښځې هم شاملې کړي شي، په داسې حال کې چې د افغانستان واکمنو طالبانو په ښځو قدغنونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په څنډا کې یوې دستوره ته ښځينه فعالانو د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د طالبانو د ځورونکو اقداماتو په مقابل کې دې د افغان ښځو ترڅنګ د ملاتړ دپاره ودرېږي. د افغان مېرمنو په اړه د دستورې انتظام ايرلېنډ، انډونېشیا، سوېټزرلېنډ، قطر او وېمېنز فورم ان افغانستان نوې تنظیم په شریکه کړی و.
اکېډمي اوارډ یافته امریکايي اداکارې مېرېل سټریپ د افغان مېرمنو په اړه دستوره کې شرکت وکړو او ويې وېل طالبانو د واکمنۍ لاندې افغان مېرمنې د خپلو حقونو نه محرومه کړی شوي دي.
سټريپ وویل په کابل کې یوه مرغۍ خو سندره وېلی شي خو یوه جينۍ او یوه ښځه په عامه ځای کې داسې نه شي کولی. هغه دا غېر معمولي او د قدرت د قانون ځورول وبلل.
سټريپ په ښځو د طالبانو د وروستي بندیز په اړه خبره کوله چې ترمخه يې په افغان مېرمنو په عامه ځای کې په اوچت اواز کې د خبرو پابندي لګول شوې ده.
د نوي قانون ترمخه کله چې یوه ښځه د ضرورت دپاره د کور نه وځي نو په هغې لازمه ده چې خپل اواز، مخ او بدن به پټوي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ماهرین وايي د طالبانو نوی قانون چې تېره میاشت جاري شوي د ښځو په قونونو په نور قدغنونه ولګوي.
د طالبانو د نوي قانون په اړه د ملګرو ملتونو ماهرینو د اګست په ۳۰ نېټه یو خبري کانفرنس ته وویل دا به د ښخو په لکه د لباس، د محرم نه بغېر د سفر بندیزونه او امیتازي تګلارې نورې سختي او پراخه کړي.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې په ښځو يو شمېر قدغنونه لګولي دي چې په کې د ښځو په ثانوي او د یونېورسټۍ د تعلیم بندېز او د ښځو په کار روزګار پابندي شامله ده.
طالبانو ښځې منع کړي چې د محرم نه بغیر اوږد سفر نه شي کولی، پارکونو، حمامونو او جېم یا د ورزش ځای ته نشي تللی.
طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلامي تعلیماتو او د افغان دود دستور سره سمون خوري.
د ملګرو ملتونو د جنرلړ اسمبلۍ په څنډه کې یوې غونډې ته د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس وویل ښځو سره د طالبانو د سلوک موازېنه د جدید تاریخ د سختو نظامونو سره کېدلی شي.
ګوټېرېس وویل د افغان مېرمنو په حق کې اواز پورته کولو ته به دوام ورکوي او غوښتنه به کوي چې افغان مېرمنې دې د هېواد په ژوند کې مکمل کردار ادا کړي که دا د ملک نه بهر وي او که د ملک دننه وي.
د امن نوبل انعام ګټوونکي د سوات ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وویل پکار ده چې په افغانستان کې ښځو سره امیتازي سلوک ودرول شي.
یوسفزۍ په فېس بک یو پوسټ کې وویل په افغانستان کې جینکو ته دړکه په هر ځای کې جینکو ته دړکه ده. هغې زیاته کړه چې غواړي د انسانیت خلاف د جرمونو په سر دې د طالبانو احتساب وشي.
https://fb.watch/uOYJ2YwcKe/
یادونه: دا خپر د وي او ای انګریزۍ څانګې د افغان څانګې څخه اخیستی دی