افغانستان کې د ایډز ناروغي کنټرول شوې: د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي افغانستان د نړۍ۱۸۰و هیوادونو کې هغه هیواد دی چې د ایډز ناروغۍ په کابو کولو کې بریا خپله کړې.

یاد سازمان له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې په چارو کې د افغان حکومت له هڅو ستاینه کړې او ویلي چې د دې ناروغۍ د پراخیدو د مخنیوي په پارافغانستان ته یې لومړی مقام ورکړی.

د روغتیا نړیوال سازمان حوزي مشرې مارا النا جي فیلیو بررمیو نن د شنبې یا خالي په ورځ جوړې شوې یوې غونډې ته ویلي، د ایډزناروغۍ د پراخیدو د مخنیوي لپاره کومه تګ لاره چې د افغان حکومت لخوا د ۲۰۱۶ م کال څخه تر ۲۰۲۰ م کال پورې جوړه کړې له ارزونې وروسته ثابته شوه چې دغه تګ لاره مهم ده.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت ویلي تراوسه په دې هیواد کې ۲۷۰۰ کسان د ایډز په ناروغۍ اخته شوي.

دعامې ورغتیا وزارت سرپرستې مموسۍ زیور جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویلي وزارت یې ژمن دی چې په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ ختمه کړي.

نوموړې ویلي د روغتیا وزارت د روانو هڅو په پایله کې د هغو کسانو په شمیر کې کمښت راغلی چې د ایډز په ناروغۍ اخته شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې نږدې ۳۲ میلیونه خلک د ایډزپه ناروغۍ اخته دي او زیات شمیر خلک د دې وژونکي ناروغۍ په واېرس د هغو هیوادونو ککړ دي چې په جنوي اسیا او افریقا يي هیودونو کې ژوند کوي.