د افغانستان واکمن طالبان د ازربایجان په سرښار باکو کې د موسم په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې شرکت کوي او غواړي چې د موسمي بدلون د بدو اثراتو په مخنیوي کې نړیواله ټولنه د افغانستان سره مرسته وکړي.
مطیع الحق خالص د چاپيریال د تحفظ دپاره د طالبانو د ادارې مشر دی، اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته يې وویل د بې وخته بارانونو، اوږدې اوچکالۍ او د ناڅاپي سېلابونو په شان د انتهايي سختو موسمونو د اثراتو مخنیوي دپاره افغانستان نړیوال ملاتړ ته ضرورت لري.
خالص د ترجمان په زریعه د ملګرو ملتونو غونډې ته وویل ټولو ملکونو ته پکار ده چې یو بل ته لاس ورکړي چې د موسمي بدلون د مسلې مخنیوی وکړي.
افغانستان نړیوالې تودوخي اثراتو سخت ځپلی ملک دی او د موسم ماهرینو په یوه تازه اندازه کې ویلي چې افغانستان د دنیا شپږم هېواد دی چې موسمي بدولون ته حساسیت لري یا په منفي ډول يې متاثر کولی شي.
د سږ کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان په شمالي برخو کې د درنو بارانو په سبب سېلابونو کې د ۳۰۰ نه زیات کسان مړه شول. د موسم ساینس پوهانو موندلي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې په سختو بارانونو کې ۲۵ شدت راغلی دی.
خالص وویل موسمي بدلون د اثراتو مخنیوي دپاره افغانستان قومي تګلاره جوړه کې ده او په ایند څو میاشتو کې به په دې کې نور اصلاحات کوي. هغه وویل افغانستان د شمسي توانای او د هوا نه بجلي جوړولو دپاره ډېر صلاحیت لري خو دې مد ته ترقي ورکولو دپاره نړیوالې مرستې ته ضرورت لري.
خالص وویل د طالبانو پلاوي د ازربایجان مشکور دی چې په غونډه کې د شرکت بلنه يې ورکړې ده. د طالبانو پلاوی به په غونډه کې د مبصر حېثیت لري ځکه چې طالبان د افغانستان د حکومت په څېر لا نه دی منل شوی.
په برطانیه کې د یونېورسټي اف کېمبرېج د موسم تاریخدانه جواېنا ډېپلېج په غونډه کې د طالبانو د شرکت دفاع وکړه او ویې وېل ځینې نور ناوخوښه حکومتونه هم په کې ناست دي.
د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه، د سړو په مقابل کې ښځې د موسمي بدلون د اثرانو ته زیاتې متاثره کېږي، په اړه د پوښتنې په جواب کې خالص وویل موسمي بدلون څر سرحدونه نه لري، دا په ښځو، ماشومانو، سړو اونو بوټو او ځناورو اثرات لرلی شي نو ځکه د دې مسلې د حل دپاره اجتماعي کار پکار دی.
خالص وویل د امریکې په شمول ګڼ شمېر نورو ملکونو سره يې د دوه اړخیزو خبرو اترو غوښتنه کړې ده او خوشحاله به شي چې غوښتنه يې ومنل شي او خبرو دپاره ورسره کښېني.
د طالبانو استازي وویل د موسم په اړه په تېرو دریو کانفرنسونو کې نه وو شامل خو خوشحاله دی چې دا ځل په کې شرکت کوي او نړیوالې ټولنې ته د افغان ولس پېغام ورسوي.
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل