افغانستان کې شپږ طالبان اعدام شوي

FILE - Fingers of an man sentenced to death are seen through a vehicle's rear window at a jail in Kabul, Afghanistan, Oct. 8, 2014.

په افغانستان کې چارواکو وېلي د لویو جرمونو او د ملکیانو او عامه امنیت پرضد د جرمونو په تور کې شپږطالب وسله والنن په کابل کې اعدام شوي. د افغانستان جمهور رېس د دفتر لخوا خپور شوي خبر پاڼه کې وېل شوي چې ولسمشر اشرف غني په امر دغه کسان نن تیزندي شوي.

د ملي امنیت په اعلامیې کې یوازې یو کس د حقانې شبکې غړی او پاتې نور ټول طالبان بلل شوي دي. اعلامیه وايي په اعدام شوي کسانو کې حمیدالله او خان آغا د افغانستان د سولې د عالي شورا پخواني مشر، برهان الدین رباني، او د ملي امنیت پخواني مرستیال،عبدالله لغماني، باندې ځانمرګي بریدونه تنظیم کړي وو.

اعلامیه زیاتوي حمیدالله د طالبانو د کوټې د شورا غړی او په کندهار کې د هغوی استخباراتي مشر و. حجت الله یو بل اعدام شوی طالب دی چې څه باندې دوه کاله مخکې یې د کابل د پغمان پر سړک د ولسي خلکو پر یوه موټر بمب وچاوه او نهه تنه یې ووژل.

اکمل، محمد خان او عثمان بیا په پکتیکا، د کابل د سردار محمد داود خان په روغتون او د ملي اردو په موټرو د ماین د چاودنې په تور محکوم وو چې نن اعدام شول. د ملي امنیت خبرپاڼه وايي چې محمد خان د حقانې شبکې غړی و.

دغه ګام پداسې محال پورته شوی چې تیره میاشت په سرښار کابل کې شوي یو خونړي ځان وژونکي برید کې نژدی ۷۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي وو. طالبانو د دغه برید پړه منله وه.

نن د اعدام شوي شپږو کسانو د خبر وروستو طالبانو سمدستي ددغې پخلی کړی چې اعدام شوي کسانو تعلق د دوي د ډلې سره وو او ژمنه ېې کړی ډیر زر به ددغې بدل اخلي.

طالبانو تیره اونې په یو بیان کې دړکه ورکړی وه که چری د دوي د ډلې کسان اعدام شول نو د دوي په قبضه کې افغان امنیتي عسکر او خارجیان به هم د دغه شان سزه سره مخ کیږي او هغه کسان به په حدف کوي چا چې د اعدام سزه منظوروي.

که څه هم د طالبانو په قبضه کې د قیدیانو شمیره لا ښکاره نه خو په نژدي ورځو کې افغان امنیتي عسکرو د امریکا په مشرۍ کې د اتلافي ځواکونو په مرسته په یو شمیر غیر قانونه مرکزونو ورننوتي او په سلګونو خلک ېي خلاص کړي.

د بخښنې نړیوالې اداری ایمنسټي انټرنیشنل د افغان حکومت نه د دغه کسانو د نه اعدامولو غوښتنه کړی وه او زیاته کړی يي وه د تیزندۍ ورکولو سره به د کابل برید ککړ تنان نه خو د انصاف سره مخ شي او نه به پدغه هیواد کې امنیت ته څه ګټه اورسوي.